1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

روسيې په نوي دکترين کې امريکا خپل اصلي دښمن بللې

۱۴۰۲ فروردین ۱۱, جمعه

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جمعې په ورځ د خپل هيواد د باندني سياست نوي دکترين لاسليک کړل. په دغه کې امريکا اصلي دښمن هيواد تعريف شوی دی.

https://p.dw.com/p/4PZFW
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتينانځور: Gavriil Grigorov/Sputnik Kremlin/AP/dpa/picture alliance

د آلمان د خبرې آژانس په وينا روسي ولسمشر ولاديمير پوتين هغه دکترين لاسليک کړل چې پکښې د امريکا متحده ايالات د روسيې تر ټولو لوی دښمن هيواد تعريف شوی دی. دکترين د يو حکومت يا دولت له خوا د ځان لپاره د تګلارو، نظرونو او اهدافو مجموعې يا دريځ ليک ته ويل کيږي.

د جمعې په ورځ په خپور شوي يو سند کې راغلي دي چې د امريکا متحده ايالات «د روسيې پر ضد د لوېديځ د مشترک توند او پاروونکي سياست اصلي هڅوونکی، تنظيم کوونکی او عملي کوونکی هيواد دی.» په دغه سند کې زياته شوې چې د امريکا متحده ايالات «د روسيې د امنيت او په همدې توګه د نړيوال امنيت او د بشريت د عادلانه، متوازن او پايښت لرونکي پرمختګ پر ضد د ګواښونو اصلي سرچينه دي.» زياته شوې چې روسيه به د ياد تعريف په مطابقت سره خپل سياست متشکل کوي.

دغه هم ولولئ: ملګرو ملتونو له اوکراین څخه د روسیې د وتلو غوښتنه وکړه

د دغو دکترينو له مخې د روسيې په ستراتيژکو ملګرو کې چين او هند ياد شوي دي. زياته شوې چې د نورو هيوادونو په وړاندي به روسيه په دې پوري مربوط دريځ او تګلاره خپلوي، چې هغوی د روسيې په وړاندي کوم دريځ خپلوي. په دغه دريځ ليک کې هوډ څرګند شوی چې «د امريکا د متحده ايالاتو او نورو غير دوست دولتونو د پاتې برلاسيتوب» به ختم کړل کيږي. په دغو دوکترينو کې د لوېديځ له «روسي ضديت» څخه شکايت شوی دی. په دغه سند کې پر اروپا ږغ شوی دی چې د امريکا پر ضد يو لوی اتحاد رامنځته کړي.

د دغو دوکترينو له مخې روسيه خپل ځان ته «د روسي نړۍ» د يو خپلواک کلتور د مرکز په توګه ګوري او په دې توګه حد اقل د شوروي د وخت په ساحه کې د خپل اغېز ادعا کوي. روسيې پر اوکراين د خپل تعرضي بريد اصلي په تناظر کې خپل هدف دا ښودلی چې «نژدې خارج» څخه يعني د پخواني شوروي جمهوريتونو څخه د امنيت، ښه ګاونډيتوب، پايښت لرونکي پرمختګ او پراختيا زون جوړ کړي.

روسيه په داسي حال کې خپل باندني دوکترين جوړوي چې پر اوکراين د خپل تعرضي جنګ د پېل کولو له کبله د لوېديځ سره په تشنج کې اخته دی. پوتين د دغه سند د معرفي پر وخت وويل چې په نړيوالو اړیکو کې ستر بدلونونه د دې لامل شوي چې ماسکو مجبورأ خپل ستراتيژيک پلان تعديل کړي.

آ./ا.ا./ب.ص.