1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د واګنر ډلې جنګیالي اوس هم په اوکراین کې جنګیږي؟

۱۴۰۲ تیر ۲۳, جمعه

د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د واګنر ډلې اجیرې ملېشې اوس په اوکراین کې په جنګي عملیاتو کې د پام وړ ونډه نه لري.

https://p.dw.com/p/4Ttau
Russland Wagner-Panzer in Rostow am Don im Einsatz
انځور: REUTERS

 د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې د دوی معلومات ښيې چې د روسي واګنر ډلې جنګیالي په اوکراین کې د عملیاتو په ترڅ کې د پام وړ ونډه نه لري. د پنتاګون یا متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند پات رایدر، د پنجشنبې په ورخ خبریالانو ته وویل: «په دې مرحله کې موږ نه وینو چې د واګنر ډلې ځواکونه د اوکراین په جنګي عملیاتو کې د پام وړ ونډه ولري.»

زموږ ديوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

پات رایدر په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي دي چې متحده ایالاتو دا معلومه کړې ده چې د واګنر ډلې »زیاتره« جنګیالي اوس هم د اوکراین په هغو سیمو کې دي چې د روسیې له خوا اشغال شوي دي.

د واګنر ډلې جنګیالي د اوکراین په یوه نیول شوې سیمه کې د روسیې بیرغ پورته کوي
د واګنر ډلې جنګیالي د اوکراین په یوه نیول شوې سیمه کې د روسیې بیرغ پورته کويانځور: TASS/dpa/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه وسله واله ډله چې په اوکراین کې یې د روسیې په یرغل او بریدونو کې مهم نقش لاره، د جون میاشتې پر ۲۴مه نېټه يې د بغاوت هڅه وکړه، څو د روسیې پوځي مشرتابه را وپرځوي. د واګنر ډلې جنګیالیو د روسیې په سویل لویدیځ کې پروت ښار رستوف کې د روسیې د پوځ عمومي مقر د څو ساعتونو له پاره ونیو او بیا یې د مسکو پر لور حرکت وکړ.

اړونده موضوع: والسټرېټ ژورنال: د واګنر امپراتورۍ د نیولو لپاره د کرملین تحرکات

خو دغه بغاوت په هماغه ورځ د دې توافق له مخې پای ته ورسید چې بیلا روس ته یې د واګنر ډلې مشر یوګني پروکوژن سفر ممکن کړ. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د واګنر ډلې ته دا انتخاب پریښود چې له روسي ځواکونو سره یو ځای شي، بیلاروس ته ولاړ شي او یا هم خپل عادي ژوند ته وروګرځي. اوس دا معلومه نه ده چې پریګوژن په کوم ځای کې دی.

زموږ له آرشیف څخه:

د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، واګنر ډلې د چهارشنبې په ورځ په لسونو زره وسلې او نور مهمات د روسیې پوځ ته وسپارل.