1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په اړه د سيمې هيوادونو د ځانګړو استازو غونډه

۱۴۰۱ اسفند ۱۶, سه‌شنبه

روسیې او د سيمې شپږو هيوادونو په افغانستان کې پایداره سولې ته د رسېدو په موخه د خبرو اترو يو کلوب جوړ کړی دی. د دې هيوادونو ديپلوماتانو په خپله لومړۍ غونډه کې د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنۍ د آزادولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4OM6j
د روسیې په ګډون د افغانستان د شپږو ګاونډيو هېوادونو استازي د تاشکند په غونډه کې
د روسیې په ګډون د افغانستان د شپږو ګاونډيو هېوادونو استازي د تاشکند په غونډه کېانځور: UZBEK FOREIGN MINISTRY/REUTERS

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د روسیې، چين، ايران، پاکستان، ازبکستان، تاجيکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو د سه شنبې په ورځ په تاشکند کې يوه غونډه تشکيل کړې او په پام کې لري چې په منظم ډول ملاقاتونه ولري او د افغانستان پر مسايلو خبرې اترې وکړي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د افغانستان له پاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف، وويل چې دې ډلې له لوېديځو هيوادونو غوښتي چې د افغانستان د بانک کنګل شوې شتمنۍ دې آزادې کړي.

اړونده موضوع:  طالبانو سره د ایران ستونزمن ګاونډیتوب

نوموړي د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل: «د دې هيوادونو ځانګړو استازو ټينګار وکړ چې د افغانستان بانک ته د پېسو بيرته ستنول په لومړي قدم کې باید د ښوونکو او ډاکترانو د معاشونو له پاره وکارول شي او په عين حال کې د ټولنې له هغې برخې سره باید مرسته وشي چې په ډېر سخت وضعيت کې قرار لري.»

ارګاشف وويل: «هغوی همدا راز پر دې هم ټینګار وکړ چې په افغانستان کې کابو ۲۵ ميليونه وګړي له لوږې کړيږي او له خوراکي توکو محروم دي.»

اړونده موضوع: افغان طالبان د دو انتخابونو تر منځ: د پاکستان حکومت که «ټي ټي پي»؟

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته امريکا متحده ایالاتو د افغانستان د بانک کابو ۷ میليارده شتمني کنګل کړه. د دې بانک څه نا څه دوه ميليارد نوره شتمني د اروپا په بانکونو کې بنده پاته ده.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د امريکا حکومت د کنګل شوې شتمنۍ کابو نيمه برخه په سويس کې يوه امانتي صندوق ته انتقال کړې ده.

ملګرو ملتونو تېره میاشت ويلي ول چې په افغانستان کې کابو شپږ میليونه انسانان د قحطۍ له خطر سره مخ دي او د هيواد يو پر درېمه برخه نفوس له سختې لوږې سره لاس او ګريوان دي او په بيړه مرستو ته اړتیا لري.

ب. ص/ ن . ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

آيا پاکستان طالبان او داعش افغانستان او پاکستان ته خطر دي؟