1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو سره د ایران ستونزمن ګاونډیتوب

۱۴۰۱ اسفند ۱۲, جمعه

که څه هم ایران تر اوسه افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو تهران کې افغان سفارت طالبانو ته په واک کې ورکړل شوی. ډېر ایرانیان د خپل حکومت دې کار غوسه کړي دي.

https://p.dw.com/p/4OCZc
Iran | Pressekonferenz der Taliban-Delegation in Teheran
انځور: Fars

د ایران د «جمهوري اسلامي» په نوم ورځپاڼې د دوشنبې پر ورځ لیکلي، چې د ډېرو ایرانیانو په باور، طالبان اوس هم یوه «نامشروع او ترهګره ډله» ده. د دغې ورځپاڼې د لیکنې له مخې، «طالبانو ته تهران کې د افغانستان سفارت سپارل نه يوازې دا چې امنيتي ګواښونه لرلي شي بلکې د ایران او افغانستان پر اړيکو به تور داغ وي.»

وروسته له هغې، چې د طالبانو ادارې د باندنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ایران کې دوی ته د سفارت د چارو سپارلو خبر خپور کړ، یوه ورځ وروسته د ایران باندنیو چارو وزارت هم دا خبر تایید کړ، چې طالبانو ته یې د افغانستان سفارت په رسمي ډول سپارلی دی.

تهران کې خبریالې ژیلا بنی یعقوب دویچه ویله ته وویل: «طالبان او د هغوی د دین په نوم جبر او د مذهبي بنسټپالنې ايديالوژي په ایران کې د کرکې وړ ده.»

بنی یعقوب له کلونو راهیسې د خبریالې په توګه د افغانستان حالت څاري او د خپل ګاونډي هېواد په اړه یې دوه کتابونه، «فرمانده مسعود در پنجشیر» او «افسوس برای نرګس های افغانستان» لیکلي دي. د هغې دا دویم کتاب د افغان مېرمنو د ورځني ژوند د راپورتاژونو ټولګه ده، چې د افغانستان له بېلابېلو سیمو چمتو شوي.

کابل کې د ایران سفارت
کابل کې د ایران سفارتانځور: shafaqna

هغه وايي: «له مودو راهیسې ایرانیان د پنجشیر د مقاومت په ګډون د افغانستان حالت له نیږدې څاري. موږ یې احساسات درک کوو ځکه د طالبانو پر وړاندې د مقاومت موضوع مطرح ده. موږ او افغانستان کې زموږ خویندې ګډ دردونه او ستونزې لرو. هغوی چې کوم حالت زغمي زموږ له پاره دردناک دی. له هغې پرته، یوې داسې ډلې ته د سفارت سپارل چې په ۱۹۹۸ کال کې یې ایراني دیپلوماتان وژلي وو، د شرم خبره ده.»

طالبان: په ایران کې مو شارزدافير په کار پېل کوي

له طالبانو د تهران غوښتنه

د ۱۹۹۸ کال دوبي کې طالبانو د مزار شریف له نیولو وروسته د ایران پر سفارت هجوم وروړ او اته ایراني ديپلوماتان یې ووژل. په دې پېښې کې د وژل شویو دیپلوماتانو دیوالي عکسونه د »شهيدانو« په توګه اوس هم د تهران په مرکز کې د دعه پېښې د يادګار په توګه ساتل شوي. د ۲۰۲۲ کال اګست کې د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان کابل کې له طالبانو وغوښتل، چې د ۱۹۹۸ کال د ترهګريز او خونړي برید پر عاملینو دې قانون پلی کړي.

دغه راز، ایران کوښښ کړی، چې طالبان افغانستان کې ټول ګډونه حکومت ته چې ټول قومونه پکې شریک وي، وهڅوي. د طالبانو حکومت په ټوله کې له پښتنو جوړ دی. ایران او افغانستان ۹۵۰ کیلومتره ګډه اوږده  ګډه پوله لري. د ملګرو ملتونو د شمېرنې له مخې، شاوخوا ۳،۵ میلیونه افغان کډوال ایران کې ژوند کوي، چې ډېر یې د اوسېدنې قانوني اسناد هم نه لري.

سرچېنې: ترکېې په استانبول کې د طالبانو یو ديپلومات منلی

ایرانۍ «اعتماد» ورځپاڼې د سې‌شنبې پر ورځ لیکلي: «طالبانو تر اوسه د ایران هېڅ غوښتنه نه ده منلې.« دغې ورځپاڼې زياته کړې: «هغوی د افغان وګړو حقونه تر پښو لاندې کوي او اراده نه لري، چې د مختلفو قومونو د دغې هېواد نورې ډلې په واک کې ورګډې کړي. د سفارت سپارلو سره موږ افغانستان کې د طالبانو واک په رسمیت وپېژانده.»

خو تهران بیا دا خبره رد کړې ده. د ایران د باندینو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني تېره اونۍ ومنله، چې «ګاونډي هېواد افغانستان سره د اړیکو څرنګوالي په اړه زموږ دیپلوماتیک دريځ نه دی بدل شوی.»

تهران کې د طالبانو له پلاوي سره ایراني چارواکي
تهران کې د طالبانو له پلاوي سره ایراني چارواکيانځور: khabaronline.ir

هغه طالبانو ته د افغانستان سفارت سپارلو په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې وویل: «د سفارت د کارکوونکو له ډلې د هماغې سفارت ودانۍ کې د یوه ديپلومات د ماموریت ختمېدل او یوه بل دیپلومات ته د سفارتي چارو سپارل، د حقوقي حالت د بدلون په مانا نه دی.»

د ګاونډیانو چلند

تهران کې د افغانستان سفارت اوسنی ټاکل شوی سرپرست فضل محمد حقاني، له دې مخکې ۲۰۲۲ ز کال دغه سفارت کې په کار پیل کړی و. له دې مخکې دغه سفارت د افغانستان پرځول شوي جمهوري حکومت د یوه دیپلومات له لوري اداره کېده؛ خو کار یې ډېر کم کړی و.

له ایران څخه په یوه میاشت کي ۶۴ زره افغان کډوالو ایستل شوې

د افغانستان سفارت یوه پخواني کارکوونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، دویچه ویله ته وویل: «تېره اونۍ موږ ته خبر راکړل شو، چې د سفارت مشري طالبانو ته ورکول کېږي.» هغه زیاته کړه: «موږ نه غوښتل، چې د طالبانو تر مدیرت لاندې کار وکړو، نو غوښتنه وشوه، چې باید ودانۍ پرېږدو.»

ایران د هغو څو هېوادونو په ډله کې دی، چې طالبانو ته یې اجازه ورکړې، څو د افغانستان سیاسي استازولیو ته خپل دیپلوماتان وروپېژني. د طالبانو د باندنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي په وینا، د ایران په ګډون پاکستان، چین، ازبکیستان، ترکمنستان، روسیې، قطر، مالیزیا، قرغیزستان او قزاقستان هغه هېوادونه دي، چې د طالبانو دیپلوماتان یې منلي دي.

د طالبانو دې ویاند پر ټویټر لیکلي، چې ترکیې هم استانبول کې د افغانستان قونسلګري طالبانو ته سپارلې ده. د ۲۰۲۱ کال اګست کې پر افغانستان د طالبانو له دویم ‌واري ولکې وروسته تر اوسه د دغې ډلې حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

ژباړن: امید دیدار

له ایرانه هره ورځ څه کم ۵۰۰ مهاجر افغانستان ته اخراجیږي