1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د منځني ختيځ کړکېچ؛ د افغانستان له مسيره پروازونه ډېر شوي

۱۴۰۳ شهریور ۲, جمعه

سینګاپور ایرلاین، د برتیش ایرویز او لوفت هانزا هوايي شرکتونو چې کلونه ېې د افغانستان له مسيره ډډه کوله، اوس ېې د افغانستان له آسمانه خپل پروازونه زیات کړي. د منځني ختيځ له کړکيچن سره اوس افغانستان یو امن بديل ارزول کیږي.

https://p.dw.com/p/4joo1
لوفت هانزا او یو شمېر نورو هوايي شرکتونو ويلي چې په منځني ختيځ کې د وضعیت د ترينګلي کېدو په دلیل ېې د افغانستان له مسيره پروازنه زیات کړي
لوفت هانزا هوايي شرکت ويلي چې د جولای میاشتې په سر کې ېې د افغانستان له هوايي حریمه د پروازونو تصمیم نیولی دی انځور: Imago Images/MiS

افغانستان د آسیا او اروپا تر منځ د انتقالاتو یو ستر مسير دی، خو په ۲۰۲۱ کې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو او د هوايي کنټرول خدماتو په درېدو سره پر دغه مسیر تګ راتګ او انتقالات تر ډېره ودرول شول.  

که څه هم په افغانستان کې دغه خدمات لا هم بېرته فعال شوي نه دي، خو هوايي شرکتونه د ایران او اسرائيل ترمنځ هوايي مسیر د افغانستان له هوايي حريم څخه مخ په ډېرېدونکي توګه ډېر خطرناک ارزوي.

 کله چې روسيې په ۲۰۲۲م کال په اوکراین کې جګړه پیل کړه، ورسره جوخت ېې خپل هوايي حريم هم د ګڼو غربي هوايي شرکتونو پر مخ بند کړ. له دې سره ډېرو شرکتونو د ایران او منځني ختيځ مسیرونو ته مخه کړه.

د فلایټ راډار۲۴ ويب سايټ ویاند، يان پيچنيک، په دې هکله وايي: «څرنګه چې شخړو وده وکړه، د استفادې وړ هوايي لیکو په محاسبه کې هم بدلون رامنځ ته شو. هوايي شرکتونه هڅه کوي چې خطرونه د امکان تر حده راکم کړي او دوی د ایران او اسرائيل تر منځ موجوده ترنګلتيا ته په کتو، د افغانستان له سره پروازونه د خوندي انتخاب په توګه ارزوي.»

فلایټ راډار۲۴ چې مرکز ېې په سويس کې دی، یو څو رسنیز ویب سايټ دی چې د هوايي لیکو د تنظیمولو چارې مخته وړي.

د دغه سازمان د ارقامو له مخې د روان کال د اګست میاشتې په دوهمه اوونۍ کې د افغانستان له سره پروازونه د تېرکال همدې مودې په مقایسه څه باندې ۷ برابره ډېر شوي دي.

آرشیف - د افغانستان پلازمېنه کابل هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱م کال په سپتمبر کې یو طالب سرتېری
وروسته له هغې چې طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان بیا واکمن شول، اکثرو شرکتونو د افغانستان له مسيره پروازونه ودرول انځور: Karim Sahib/AFP

دغه بدلون د اپریل میاشتې په منځ کې وروسته له هغې پیل شو چې د ایران او اسرائيل تر منځ د توغنديو او ډرونو متقابل بریدونه وشول.

د پروازونو اړوند معلومات ښيي چې د آلمان لوفت هانزا، سینګاپور ایرلاینز، د بریتانيا برتیش اېروېز او ځینو نورو هواېې شرکتونو د افغانستان له مسېره په ورځ کې خپل څو پروازونه شروع کړي دي.

د افغانستان له پاسه د هوايي شرکتونو په پروازونو کې په ځانګړې توګه وروسته له هغې ډېروالی راغلی دی چې د حماس او حزب الله ډلو لوړپوړو غړو د جولای میاشتې په وروستيو کې په منځني ختيځ کې د وضعیت د لا ترينګلي کېدو اندېښنې مطرح کړې.  

رویترز خبري آژانس په دې برخه کې د ځینو پيلوټانو اندېښنو ته هم اشاره کړې ده.

اوتان دي بروين یو تجارتي پيلوټ او د اروپايي پيلوټانو د اتحادیې مشر دی. هغه وايي: «تاسو د خپل هوايي شرکت له تحلیل او ارزونې پورې تړلي یاست. هر ځل چې ما هلته پرواز درولودلی، د پرواز کولو ښه احساس مې نه دی درولودلی، په یوه شخړيزه سیمه کې چې اصلا ته نه پوهيږي چې څه به کيږي.»

لوفت هانزا رويټرز ته ويلي چې دغه شرکت د جولای په سر کې د افغانستان له هوايي حریمه د پروازونو تصمیم نیولی دی.

ترکیش ایرلاین، تهای ایرلاین او ایر فرانس-ک ال ام، هم د هغو هوايي شرکتونو په ډله کې دي چې د روان کال له اپریل مياشتي راهیسې ېې د افغانستان له مسيره پروازونه زیات کړي دي. خو دغو او د برتیش ایرویز شرکتونو په دې هکله په سملاسي توګه پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړي.

(Reuters)mks/nz

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل