1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دايکندي کې ترافيکي پېښې لسو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

محمد اسحاق اکرمی
۱۴۰۲ فروردین ۷, دوشنبه

د افغانستان په مرکزي ولایت دايکندي کې د يوې ترافيکي پېښې په پايله کې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپيان شوي دي. په پېښه کې ټول مړه شوي او ټپي شوي د يوې کورنۍ غړي دي.

https://p.dw.com/p/4PI7u
په دايکندي ولايت کې زياتره سړکونه خام دي
په دايکندي ولايت کې زياتره سړکونه خام ديانځور: DW/I. Akrami

د دايکندي ولایت د طالبانو د ادارې د امنيه قوماندانۍ وياند علي جاويد وويل چې دا پېښه د شهرستان ولسوالۍ غاسور سيمه کې رامنځته شوې ده. هغه زياته کړې چې په دې ترڅ کې يو مسافر وړونکی تونس ډوله موټر له سړکه وتلې او چپه شوی دی.

اړونده موضوع: نورستان کې ترافیکي پېښې اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نوموړي زياته کړې: «يوه نارينه او يوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی، څلور نارينه، درې ماشومان او يوه بله ښځه چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي، ټپيان شوي دي.»

د وياند علي جاويد په خبره د پېښې ټپيان د سيمې خلکو د دایکندي ولايت شهرستان ولسوالۍ روغتون ته انتقال کړي دي.

اړونده موضوع: افغانستان: د بهرنيو مرستو بنديدو له کبله د سړکونو پروژې په ټپه ولاړې دي

په دایکندي ولایت کې د طالبانو د حکومت مسئولين وايي چې د موټر چلوونکي بې احتياطي په داسې يوه سړک کې چې عرض یا سور یې لږ دی، د پېښې علت دی.

دايکندي د افغانستان د هغو مرکزي ولایتونو څخه یو دی چې ټول سړکونه یې خام او سور یې ډېر کم دی او هر کال په دې ولايت کې په لسونو کسان د ترافيکي پېښو په پایله کې ټپيان کیږي او يا هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.