1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د بهرنيو مرستو پرته د سړک جوړونې پروژې ځنډيدلي

۱۴۰۰ مهر ۲۷, سه‌شنبه

طالبانو هوډ څرګند کړی وو چې د افغانستان د ويجاړو شويو سړکونو د جوړولو چارې به ژر پېل کړي خو د بهرنيو مرستو د نه شتون په صورت کې چې دغه پروژې یې تمويلولی، کار پر مخ نه شي تللی.

https://p.dw.com/p/41rei
Salang Tunnel und Salang Pass
انځور: DW

په اګست مياشت کې له افغانستان څخه د وروستيو امريکايي عسکرو تر وتلو يوه ورځ وروسته طالب چارواکي انعام الله سمنګاني د يوې وينا په ترڅ کې وويل چې اوس جګړه پای ته رسېدلې او دوی به د افغانستان د اقتصاد بيرته په پښو درولو باندې تمرکز وکړي. د نوموړي له خبرو داسې ښکاريدل چې دې ډلې پريکړه کړې د سړکونو په جوړولو پېل وکړي.

له هغه وخت راهيسې طالبانو د سړکونو جوړولو يو شمير پروژې اعلان کړې چې په کې د کابل او ميدان ښار، ګرديز او همدا راز په کونړ او لوګر کې د سړکونو جوړولو پروژې شاملې دي.

خو د سالنګ درې د ۱۲۰ کيلومتره اوږده سړک ترميم په ځانګړي توګه ډېر مهم دی. د دغه لارې ځيني برخې ډېرې خرابې شوي دي.

په سپتمبر میاشت کې طالبانو د سالنګ د سړک د ترميم چارې د يوې غونډې په ترڅ کې پېل کړې. طالب چارواکو په دغه غونډه کې چې د تلویزيون له لارې خپريدله وينا وکړې او ټینګار یې وکړ چې خپلې ژمنې به پر ځای کړي او هېواد ته به سوکالي او پرمختګ راوړي. طالب چارواکو له موقع څخه په استفادې په پخواني حکومت د فساد د شتون يادونه وکړه.

د طالبانو د ټول ګټو چارو وزارت وياند اشرف حق شناس وويل چې د سالانګ د سړک د ۳۰ کيلومترو د رغولو چارې به په دوو برخو کې ترسره شي، يعني د تونل هرې خوا ته ۱۵ کيلومتره.

حق شناس دويچه ويله ته وويل چې دا پروژه به تقریباً ۶۶۰ زره يورو لګښت ولري او د «افغانستان اسلامي امارت» به یې تمويل کړي.

 طالبان پېسې له کومه کوي؟

واک ته تر رسيدو وروسته طالبانو په خپله کابينه کې داسې کسان شامل کړل چې نومونه یې د نړيوالو په تور ليست کې ول. له افغانستان سره زياتره نړيوالې مرستې اوس ځنډيدلي دي.

Salang Tunnel und Salang Pass
د سالنګ تونلانځور: picture-alliance/dpa/Subel Bhandari

پر دې سربیره د افغانستان ټولې شتمنۍ هم کنګل دي او د طالبانو مالي سرچينې محدودې دي. دا په دې معنا ده چې دا پوښتنه نه شي ځوابیدلی چې د سالنګ سړک جوړولو له پاره به طالبان پېسې له کومه کوي.

د بيارغونې پخوانۍ پروژې چې د افغانستان د پخواني حکومت له خوا پر مخ وړل کيدلې، د بهرنيو مرستو پر مټ پرمخ تللې.

د مثال په توګه د ۲۰۲۱م کال په پسرلي کې د اورښتونو او سيلابونو له کبله د نورستان مرکز پارون ته غځيدلی سړک سخت تخريب کړی وو.

د بلال تواب په نوم د يوه ساختماني شرکت يوه استازي چې د پخواني حکومت يو شمير د سړک جوړونې پروژې پر مخ وړي دي، له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې د طالبانو تر راتګ وروسته یې کيندونکي او ماشينونو  د سړک غاړو ته ولاړ دي.

دغه استازي وويل: «د کارونو د ځنډ علت د نوي حکومت سره د امريکا د ملاتړ نه شتون دی.» هغه زياته کړه: «طالبانو موږ ته په شخصي توګه ويلي چې دوی غواړي چې د سړکونو جوړولو چارې بيرته پېل شي خو پېلول به یې په بهرنيو مرستو پورې چې روښانه نه ده کله به بيرته پېل شي، اړه لري.»

د دغه استازي په حواله په افغانستان کې د سړکونو کابو ۹۰ سلنه پروژې د ورته برخليک سره مخ دي.

د سيمه ایزو پروژو پرمختګ؟

د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې طالب چارواکو د يو شمير کليو د سړکونو د بیرته رغولو د طرحو چاپ شوې نقشې دويچه ويله ته ښکاره کړي دي. په کونړ کې د طالبانو د والي دفتر د تويتر له لارې د سيمې د اوسيدونکو په مرسته د يوه سړک د رغولو چارو د پېل انځورونه خپاره کړي دي.

همدا راز د دويچه ويله يوه خبريال د سپتمبر مياشتې په پای کې د سړک جوړنې له يوې ساده پروژې څخه ليدنه کړې وه چې نارينه د بيلچو او تسکورو په مرسته د سړک په جوړولو بوخت ول.

د طالبانو يوه سيمه ایز غړي دويچه ويله ته ويلي ول چې طالبان  په دې پروژه کې هيڅ ونډه نه لري.

يو بل تن هم په ښکاره اعتراف وکړ: «طالبان دمګړۍ د سړکونو جوړولو وسایل نه لري.»

پر بهرنيو مرستو د افغانستان تکيه

د کونړ د والي وياند په داسې حال کې چې په يوه غونډه کې یې د سړکونو د رغولو پلان تشريح کاوه، راټولو شويو خلکو ته وويل چې دوی په نظر کې د نيول شويو پروژو د بشپړولو له پاره «د غير دولتي موسساتو مرستو ته اړتيا لري.»

د کونړ د اسد آباد ښاروال نظر محمد له دويچه ويله سره په خبرو کې د پخواني حکومت پر وړاندې د طالبانو بريا ته په اشارې سره وويل: «موږ امنيتي ستونزې هوارې کړي دي. اوس اړينه ده چې [مرستندويه] موسسې مرسته وکړي.»

دا څه د طالبانو د اوسني وضعيت ښکارندوي کوي چې غواړي حکومت وکړي او امنيت تامين کړي خو د عامه خدماتو بودیجه یې بايد بهرنۍ مرستې تامين کړي.

په داسې حال کې چې دا واقعيت دی چې د افغانستان پخواني حکومت د ډيرو اړينو خدماتو د تمويل له پاره پر بهرنيو مرستو تکيه کوله خو پخواني حکومت له نړيوالې ټولنې سره همکاري کوله او د هغو ځانګړي شرائط یې منلي ول.

بل پلوه ته که طالبان ځان هر څومره له نړيوالې ټولنې سره همکارۍ ته اماده ښکاره کوي خو تر اوسه یې هغه شرائط چې دې ډلې ته د همکارۍ په بدل کې وړاندې شوي ول، نه دي منلي.

ب. ص/ خ. ح (Franz J. Mart)