1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې خپلسري نیوني زياتي شوي»

۱۴۰۱ بهمن ۳, دوشنبه

د بشري حقونو د يوه سازمان په حواله په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې په سونه کسان په خپل سري توګه نيول شوي دي. په دغو کسانو کې د بشري حقونو فعالان او د پخواني حکومت کاروونکي شامل دي.

https://p.dw.com/p/4MalY
آرشيف انځور: په کابل کې طالب جنګيالي
آرشيف انځور: په کابل کې طالب جنګياليانځور: Petros Giannakouris/AP/dpa/picture alliance

 د آلمان خبري آژانس د معلوماتو په حواله د «رواداري» په نوم د بشري حقونو يوه سازمان ويلي دي چې د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتې له نيمايي راهېسې د ۲۰۲۲م کال د نومبر تر نيمايي پورې په ټولیزه توګه ۱۹۷۶ کسان نيول شوي دي.

يادې ټولنې د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د جنورۍ پر ۲۳) په خپل خپاره کړي رپوټ کې ويلي دي چې په دغو کسانو کې د پوځ او پوليسو پخواني کار کوونکي، حکومتي مامورين او همدا شان مظاهره کوونکي، ژورناليستان او نور کسان چې د طالبانو پر وړاندې په مقاومت تورن دي، شامل دي.

د يوه افغان يوتيوبر او د هغه د همکارانو پر نيونه غبرګونونه

په رپوټ کې ويل شوي دي چې ځيني دغه نيول شوي کسان له شکنجې او زور زياتي سره مخ شوي دي. همدا شان زياته شوې ده چې د کورنۍ نزدې غړي یې هم له نيول کيدو په امان کې نه ول.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر د رواداري په نوم ټولنې دا رپوټ وایي چې په ټوله کې دې نيونو ولس د ويرې او ترهې حالت سره مخ کړی دی.

طالبانو په پنجشنیر کې د ملکيانو د نیولو خبره تائيد کړه

ملګرو ملتونو هم تېر کال په خپل رپوټ کې په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالانو، مظاهره کوونکو او د پخواني حکومت د کارکوونکو نيولو او وژنې ته د پام اړولو هڅه کړې وه. خو طالبانو دغه څه «پروپاګند» او «درواغ» بللي او رد کړي دي.

له هغه وخت راهیسي چې طالبان بيا په افغانستان کې واک ته رسېدلي د ښځو حقونه يې سخت محدود کړي او په دغه هيواد کې بشري وضعيت ډېر حساس بلل کیږي.

ب. ص/ ن. ز (DPA)

زموږ له آرشيف څخه: