1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: په آلمان کي د انساني قاچاق قضيې زياتي شوي دي

۱۴۰۱ مهر ۱۷, یکشنبه

د جرايمو پر ضد د آلمان د فدرالي ادارې بي کې اې په راپور کي په ۲۰۲۱ کال په دغه هيواد کي د انساني قاچاق له ۵۱۰ څخه زياتو پيښو د ثبت خبره شوېده. په دغه شمير کي ۱۰ سلنه زياته والی راغلی دی.

https://p.dw.com/p/4Hx3h
په زياتو چاپو کي د انساني قاچاق قربانيان آزاد شوي
په زياتو چاپو کي د انساني قاچاق قربانيان آزاد شويانځور: Martin Wichmann TV/dpa/picture alliance

د آلمان بي کې اې يا د جرايمو فدرالي امنيتي ادارې ويلي دي چي د انساني قاچاق په ترڅ کي د ماشومانو سره د بد چلند پيښي هم په ښکاره توگه زياتې شويدي. زياته شوېده چي په ۲۰۲۱ کال چي د ماشومانو سره د خراب چلند تر ۲۳۷ څخه زيات موارد ثبت شوي دي، د مخکني يعني ۲۰۲۰ کال په پرتله پکښي ۲۳ فيصده زياتوالی راغلی دی. د ماشومانو سره د بد چلن په دغو قضيو کي جنسي تېری، د ماشومانو څخه لوڅ انځورونه اخيستل او د پيسو لپاره و بدلمنۍ ته د هغوی اړ ايستل شامل دي. په راپور کي راغلي چي په يادو قضيو کي د زيانمنو شوو ماشومانو عمرونه اوسطا ۱۵ کاله او د مجرمانو عمرونه اوسطا ۳۷ کاله دي.

د پيسو لپاره و بدلمنۍ ته د ماشومانو اړ ايستنه

د آلمان يادي ادارې خبرداری ورکړی دی چي د جسم فروشۍ ستونزه هم د نابالغانو او د بالغانو په مورد کي د اندېښنې وړ کچي ته زياته شوېده. په راپور کي ويل شوي دي چي عموما د زيات عمر لرونکي نارينه د کم عمر انجونو ته داسي هيله ورکوي لکه گواکي چي ورسره مينه کوي او بيا يې احساسات په ناوړه چلن مجروح کوي او اړباسي يې چي د پيسو په بدل کي ورته بدلمني وکړي. دغه اشخاص بيا د دغو انجونو له بدلمنۍ څخه پيسې په لاس راوړي.

اتریش: د مهاجرو د حامل موټر د اوښتو په پیښه کې مهاجر مړه شوي

په راپور کي راغلي دي چي په ۲۰۲۱ کال د جبري جسم فروشۍ په ۴۱۷ ثبت شوو قضيو کي ۹۳ فيصده قربانياني مېرمني وې. د راپور له مخي اکثره مجرمين او قربانيان يې آلمانيان ول. خو په دغو کي د رومانيې، بلغاريې او چين په شان هيوادونو مهاجر هم شامل ول. زياته شوې چي د دغو جرمونو هر دريم قرباني تر ۲۱ کالو څخه کم عمر لرونکي ول.

آلماني پوليسو خبرداری ورکړی دی چي ممکن د قربانيانو اصلي شمېر تر ثبت شوي شمېر ډېر زيات وي. د پوليسو په وينا د چاپو د وهل کېدلو وروسته هم زيات قربانيان پوليسو ته اړين احوال نه ورکوي چي هغوی قاچاق کړل شوي دي. زيات شمېر دغه قربانيان بېره لري چي که دوی پوليسو ته معلومات ورکړي نو به د مجرمينو د غچ اخيستنې سره مخامخ شي. زيات قربانيان له دې څخه هم بيريږي چي پر ضد به يې قانوني اقدامات وشي که معلومات شريک کړي.

په راپور کي په دې هکله هم معلومات راغلي دي چي په آلمان کي د مزدورانو زبېښاک څنگه کيږي. د عصري غلامۍ په شان او ورته شرايط د زړو انسانانو د مراقبت په ساحه کي په کور کي دننه د ملازمينو په مورد کي ثبت شوي دي. د دې تر څنگ د زبېښاک قضيې په تعميراتي کارونو، شرابخانو، ريستورانتونو کي د کار په ترڅ کي ثبت شوي او په همدې شان په کورونو او دفاترو کي د پاکي کوونکو د قاچاق قضيې ثبت شوي دي.

آ./ا.ا./ن.ص.