1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاتریش

اتریش: د مهاجرو د حامل موټر د اوښتو په پیښه کې مهاجر مړه شوي

۱۴۰۱ مرداد ۲۲, شنبه

په اتریش کې د شنبې په ورځ د قاچاق وړنکو يوه موټر چې مهاجر ېې ليږدول، چپه شوې چې درې مهاجر مړه او يو شمیر نور سخت ټپیان شوي دي. رپوټونو وايي دغه ميني بس ډوله موټر وروسته له هغې واوښت چې چلوونکي يې غوښتل له پولیسو وتښتي.

https://p.dw.com/p/4FUvf
Österreich Kittsee | Tote bei Unfall mit Schlepperfahrzeug
انځور: Tobias Steinmaurer/APA/picturedesk.com/picture alliance

رپوټونه وايي چې پېښه د هنګري سرحد ته نژدې د اتریش د بورګينلند ایالت پر لويه لاره رامنځ ته شوې ده.

فرانس پریس خبري آژانس د اتریش حکومتي خبري آژانس APA په حواله لیکي چې په موټر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون، شاوخوا ۲۰ کسان سپاره ول او هغه وخت واوښته چې د لارۍ چلوونکي هڅه کوله د اتریش لور ته د پولیسو د تلاشۍ له ېوې پوستې څخه وتښتي.

Österreich Kittsee | Tote bei Unfall mit Schlepperfahrzeug
د پيښې ځایانځور: Thomas Lenger/AFP

سرچينه زياتوي په پېښه کې یوه ښځه او دوه نارينه مړه شوي، ګڼ شمیر نور سخت ژوبل دي او د لارۍ چلوونکی نيول شوی دی.

دا اتريش د کورنيو چارو وزارت په مې میاشت کې اعلان کړی وو چې پولیسو د قاچاق وړونکو يوه داسې ډله متلاشي کړې چې باور ورباندې کېده په لسونو زره کسان، چې په هغو کې ډيری ېې سوريایان ول، له هنګري څخه اتریش ته انتقال کړي دي.

تر دې مخکې هم په اتریش کې په غیرقانوني توګه د مهاجرو د انتقال په بهیر کې مرګونې پېښې رامنځ ته شوي دي.

تیرکال د اتریش په سرحدي علاقه کې په یوه لارۍ کې دوه مړي موندل شوي ول چې د هوا د کمښت له وجې مړه شوي ول. دغې پېښې د ۲۰۱۵م کال د هغې پيښې ياد تازه کړ چې د ېوې لارۍ په کابین کې ۷۱ کسان د هوا د نشتون له کبله مړه شوي ول. دغه مهاجر د افغانستان، عراق او سورېې څخه ول چې قاچاقبرانو د لارۍ په کابين کې بند کړي ول پرته له دې چې خبر ېې واخلي.