1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د جرمني یوه وکیله د مرګ ګواښونه ترلاسه کوي

۱۳۹۹ تیر ۱۵, یکشنبه

د آلمان په یوه ایالتي پارلمان کې د سوسیالست کیڼ اړخي ګوند یوې وکیلې له نفرته ډک داسې ایمیلونه ترلاسه کړي چې پکې د هغې شخصي معلومات هم موجود دي. دغه لیکونه د نویو نازیانو د یوې ډلې له لوري هغې ته استول شوي دي.

https://p.dw.com/p/3epAu
Politischer Aschermittwoch - Linke
انځور: picture-alliance/dpa/A. Warmuth

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جولای میاشتې په ۴مه نیته) د آلمان د هسن په ایالتي پارلمان کې ګوندونو یوه داسې ګډه اعلامیه خپره کړې چې پکې د دې ایالت په پارلمان کې د کیڼ اړخو د ګوند د ډلې مشرې ته د استول شویو ګواښونکو ایمیلونو غندنه شوې.

د هسن په ایالتي پارلمان کې د کیڼ اړخو د ګوند غړې ژانینه ویسلر ویلي چې هغې په دې وروستیو کې دوه داسې ګواښونکي بریښنالیکونه ترلاسه کړي چې پکې د هغې داسې شخصي معلومات موجود دي چې تر دې وړاندې نه وو خپاره شوي. د ویسلر په خبره دغه بریښنلیکونه د NSU په نامه په آلمان کې د نویو نازیانو د یوې ډلې له لوري هغې ته استول شوي دي. ان س یو (NSU) په ۲۰۱۱م کال کې په آلمان کې د نویو نازیانو یوه داسې پټه ترهګره ډله وه چې پر غیر آلمانانو او همدا راز د کیڼ اړخو ګوند پر یو شمیر وتلو څیرو یې بریدونه کړي دي. د معلوماتو له مخې دغې ترهګرې ډلې یو شمیر کسان وژلي او ځینې ترهګریز بریدونه یې هم ترسره کړي دي.

په آلمان کې په دې وروستیو کې د ښي اړخه انګیزه لرونکو جرمونو په کچه کې زیاتوالی راغلی دی. تر دې وړاندې هم د نویو نازیانو دغې ډلې په فرانکفورت کې د صدا باسي یلدیز په نامه یوې مدافع وکیلې ته ګواښونکي ایمیلونه یا بریښنالیکونه استولې وو. په فرانکفورت کې میشتې دغې وکیلې، د NSU ډلې په لاس د لومړني قتل د قرباني د کورنۍ وکالت کړی دی. د دې ښار پولیس تر اوسه پورې نه دي توانیدلي چې هغې ته د ګواښونکو ایمیلیونو استونکي معلوم کړي.

د هسن په ایالتي پارلمان کې د نورو ګوندونو استازو په خپره شوې ګډه اعلامیه کې همدا راز ویلي چې «زموږ همکارې ژانینه ویسلر ته ګواښونه بدمرغه دي او دا یو ډیر بد کار دی.» په اعلامیه کې همدا راز زیاته شوې چې پر یوه وکیل باندې برید پر موږ ټولو باندې برید دی. دا په داسې حال کې ده چې د آلمان په همدې ایالت کې څلورم ستر ګوند چې ښي اړخی عوامپال بلل کيږي، یعنې د آلمان له پاره بدیل ګوند د اعلامیې له لاسلیکولو ډډه کړې ده.