1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د مهاجرو پلان شوی اخراج غير مسئولانه دی

۱۳۹۹ آذر ۲۴, دوشنبه

په آلمان کې د بشري حقونو يوه سازمان افغانستان ته په روانه اوونۍ کې پر پلان شوي ډله ايز اخراج نيوکې کړي دي. دا به په تیرو نهو مياشتو کې لومړی ځل وي چې افغانان اخراجيږي.

https://p.dw.com/p/3mgE2
Afghanistan aus Deutschland angeschobene Flüchtlinge in Kabul
انځور: Sirat

په آلمان کې د مهاجرو پلوي سازمان «پرو ازويل» له آلمان څخه جگړه ځپلي هيواد افغانستان ته د رد شويو مهاجرو ليږل غير مسئولانه چلن بلل دی.

د دغه سازمان مشر گونتر بورکهارد د يکشنبې په ورځ وويل: «دا چې پر وبا او ناوړه امنيت سربیره بيا هم افغانستان ته بايد مهاجر اخراج شي، غير مسئولانه خبره ده.»

نوموړي وويل چې افغانستان ته د رد شويو مهاجرو اخراج، ژوند گواښوونکو حالاتو ته د هغوی ليږل دي.

بورکهارد زياته کړې ده چې که څه هم کرونا وبا افغانستان سخت اغیزمن کړی دی، د آلمان حکومت لا په نوومبر مياشت کې د مهاجرو د ليږد له پاره يو پرواز په نظر کې نيولی وو. خو دغه پرواز بيا د کرونا په اړه د افغان حکومت د انديښنو له کبله و ځنډول شو.

د بورکهارد په خبره اوس د راتلونکي چهار شنبې له پاره يو پرواز په پام کې نيول شوی دی چې د لايبزيک له هوايي ډگره به ترسره شي.له آلمانه افغانستان او سوریې ته د مهاجرو د نه اخراج غوښتنه

د افغانستان د چارو کارپوه توماس روتگ او د پرو ازويل ټولنه په دې آند دي چې، دا چي اوس افغان حکومت د کرونا پر خطر سربیره د مهاجرو د چارتر پروازونو منولو ته چمتوالی ښوولی، په ژنيو کې د افغانستان په اړه په ترسره شوي کنفرانس پورې تړاو لري.

د نوومبر پر ۲۳ او ۲۴ نیټه د بسپنه ورکوونکو په دغه کنفرانس کې له افغانستان سره تر۲۰۲۴م کاله پورې د پراختيايي مرستو ژمنه وشوه او همدا راز له «غير قانوني مهاجرت سره د مبارزې» تصميم هم ونيول شو.

ب. ص/ ن. ز (KNA)

زموږ له آرشيف څخه: