1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه افغانستان او سوریې ته د مهاجرو د نه اخراج غوښتنه

۱۳۹۹ آذر ۱۹, چهارشنبه

په آلمان کې د کورنيو چارو د وزیرانو کنفرانس په درشل کې د «دياکوني» مرستندويه بنسټ افغانستان او سوریې ته د مهاجرو د اخراج درولو غوښتنه کړې ده. دوی ويلي چې په دواړو هيوادونو کې وضعيت خطرناک دی.

https://p.dw.com/p/3mTgo
Deutschland Protest gegen Sammelabschiebung nach Afghanistan in Düsseldorf
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

د خير ښېگڼې دغه بنسټ غوښتنه کړې ده چې د سوریې اړونده مقرراتو موده دې وغځوله شي. د بنسټ د مشرتابه غړې ماريه لوهايده په دواړو هيوادونو افغانستان او سوريه کې خطرناک وضعيت ته په کتو سره وويل: «د دسمبر پر لسمه نیټه د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت زه د آلمان د کورنيو چارو د فدارالي او ايالتي وزيرانو څخه غوښتنه کوم چې که څه هم اخراج د اصولو پر بنسټ د ولاړ يوه دولت يوه مشروع کړنه وي، خو له بشري حقونو سره هم بايد سمون ولري.»

لوهايده وويل چې دمگړۍ افغانستان ته د مهاجرو اخراج غير مسئولانه کړنه ده. هغې خبرداری ورکړ چې په ځانگړې توگه له اروپا څخه ستانه شوي هلته د ژوند د بايللو له خطر سره مخامخيدلی شي.

نوموړي زياته کړه: «هغوی په جاسوسۍ او له خپل هيواد سره په خيانت تورنيږي او د تعقيب او زور زياتي ښکار کيږي او آن د مرگ گواښونه ورته کيږي.»

اړونده موضوع: يوه اخراج شوي افغان ته بیرته د آلمان ویزه ورکړل شوه

لوهايده وويل چې هغوی له وسله والو ډلو لکه طالبانو سره بې يوځای کيدو بله لاره نه لري او يا بيا تيښتې ته مجبوريږي. هغې زياته کړه چې دمگړۍ د کرونا له وجې په دغه هيواد کې وضعيت نور هم خراب دی.

د لوهایده په خبره سوریې ته اخراج هم په دغه هېواد کې د سياسي وضعيت له کبله غير مسؤلانه عمل دی.

هغې زياته کړه: «دا ثابته شوې ده چې بیرته ستنيدونکي کسان به د نيول کېدو يا لادرکه کېدو له خطر سره مخامخ شي.» نوموړې وویل چې دا له هر ډول مناسب او معقول انساني چلن سره په ټکر کې عمل دی او پر هغه کسانو هم بايد صدق وکړي چې جرمونه یې کړي او يا ترې خطر متوجې دی. د نوموړې په خبره دغه کسان د هغو نورو ټولو په شان چې د آلمان قانون ماتوي، بايد همدلته جزايي شي.

اړونده موضوع: په جرمني کي د مهاجرو د معتادۍ ستونزه

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر ويلي ول چې په جرمونو کې ښکيل سوريايي مهاجر به او هغه چې خطر ترې متوجې وي، په راتلونکي کې بيرته سوریې ته ليږدول کيږي، خو د آلمان هغو ایالتونو چې د سوسيال ډيموکرات گوند پکې واکمن دی، د زېهوفر دا خبره رد کړه ده.

ب. ص/ ن. ز (nka)

زموږ له آرشيف څخه: