1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

پر کیف د روسیې د بی پیلوټه الوتکې برید

۱۴۰۱ مهر ۲۵, دوشنبه

د دوشنبې ورځې په سهار د اوکراین په پلازمېنه کیف کې لږ تر لږه د درو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي. تر دغو چاودنو څو دقیقې مخکې د خطر زنګ وهل شوی و.

https://p.dw.com/p/4IGZl
Ukraine Krieg | Raketenangriff auf Kiew
انځور: Efrem Lukatsky/AP Photo/picture alliance

د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو په خپل تلګرام شبکه کې لیکلي دي چې د کیف ښار د شوچنکیوزکای په مرکزي سیمه کې د استوګنې څو ساختمانونه ویجاړ شوي دي.

د بی بی سي نیوز، د رپوټ پر بنسټ د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر رئیس آندری یرمک هم ویلي دي چې پر کیف د کامیکاز بی پيلوټه الوتکو په وسیله بریدونه شوي دي.

پر کیف دغه برید دقیق یوه اونۍ وروسته له هغه ترسره شوی چې روسي ځواکونو د کیف په ګډون د اوکراین پر څو ښارونو شدید هوایي او توغندیز بریدونه کړي ول.

اړوند: پوتین: المان د اوکراین په جګړه کې د ناټو ترڅنګ دریدلو سره تېروتنه کړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تیرې دوشنبې ورځې بریدونه د کریمیا د پول ویجاړولو په غبرګون کې اقدام بللی و. په دغو بریدونو کې چې د خلکو د تګ راتګ او ګڼې ګوڼې په ساعتونو کې د اوکراین پر لویو ښارونو ترسره شوي وو، لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي ول.

د نن (د دوشنبې ورځ د اکتوبر میاشتې ۱۷ نیته) ورځې برید د سیمه په وخت د سهار په ۷ بجو ترسره شوی دی. د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي دي چې د برید ترسره کیدو پر مهال هغه د شوچنکیوزکای په سیمه کې موجود و. دغه سیمه تیره اونۍ هم څو ځله د روسیې له خوا تر برید لاندې نیول شوې وه.

اړوند: د پوتين د اتومي وسلو ګواښ څومره جدي دی؟

د کیف ښاروال وروسته له دې چې د خطر زنګ ووهل شو د سیمې له خلکو وغوښتل چې ځانونه دې امنو ځایونو ته ورسوي.

د څو میاشتو راهیسې د کیف ښار د روسي بریدونو هدف نه و ګرځول شوی، خو تیره دوشنبه لومړی ځل و چې روسانو د اوکراین پر پلازمېنې برید وکړ.

ولادیمیر پوتین د تیرې اونۍ په لومړیو کې ویلي وو چې نور د اوکراین پر وړاندې پراخو بریدونو ته ضرورت نشته. د هغه په خبره روسیې خپل ډیري ټاکل شوي اهداف ترلاسه کړي دي او د اوکراین ویجاړول د دغو اهدافو یوه برخه نه وه.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص