1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین: المان د ناټو ترڅنګ په دریدلو سره اشتباه کړې ده

۱۴۰۱ مهر ۲۳, شنبه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د پوځي برید له امله د جرمني له خوا د نارد سټریم ۲ ګازو پروژې د لغوه کولو پر پریکړې انتقاد کړی. هغه زیاته کړې چې پر اوکراین د برید کولو له امله هیڅ «پښیمانه» نه دی.

https://p.dw.com/p/4IEe6
Kasachstan Astana | CIS Summit - Wladimir Putin
انځور: Ramil Sitdikov/AP/picture alliance

د روسیې ولسمشر ودلادیمیر پوتین د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۱۴نېټه) یوه خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې المان د اوکراین په جګړه کې له ناټو سره په همکارۍ کولو سره تیروتنه کړې ده.

هغه وویل چې د نارد سټریم ۲ ګازو نل لیکې د پروژې لغوه کول د المان پریکړه وه او د مسکو په نظر د ناټو او اروپا امنیت ته پر خپلو ملي ګټو لومړيتوب ورکول یې تیروتنه ده.

پوتین د نارت سټریم ۲ په هکله زیاته کړه: «د المان اقتصاد، ولس او کاروباریان به د دې تیروتنې بیه پرې کوي. دا ځکه چې په مجموعي ډول د یورو زون او د المان له پاره یي منفي اقتصادي پایلې لیدل کیږي.»

بل لور ته پوتین په دې اند دی چې د اوکراین د نیولو له پاره د خپلو هڅو په لړ کې «هر څه سم کوي»، په داسې حال کې چې د روسیې د عملیاتو له امله پر ده د بشري حقونو د پرله پسې سرغړونې، جنګي جنایتونو او نړیوالو قوانینو د نقضولو تورونه لګول کیږي.

پوتین وویل چې هغه فکر کوي چې په جزوي ډول پوځي ځواکونو ته د تحرک ورکولو کار مخ پر ختمیدو دی او په دې هکله ټول کار به په دوو اونیو کې بشپړ شي.

اړوند: د پوتين د اتومي وسلو ګواښ څومره جدي دی؟

د امنیتي چارو کارپوه دیمتري میخایلوف چې اوس په امریکا کې اوسیږي له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې کیدای شي دا خبره رښتیا ثابته شي، خو اصل خطر دا دی چې د جګړې میدان ته نا روزل شوي سرتیري استول کیږي.

میخایلوف وویل چې د نا روزل شوو یا لږ روزل شوو عسکرو او مسئولینو استول یوه «خطرناکه نخسه» ده او امکان نه لري چې پوتین دې له دې څخه کومه بریالۍ پایله ترلاسه کړي.

پوتین د ناټو په هکله څه وویل؟

پوتین وویل چې د ناټو ځواکونو او روسي عسکرو ترمنځ هر ډول مستقیم ټکر به «نړیواله تباهي» وي.

پوتین ویل چې د جګړي له پيلیدو وروسته وخت راهیسې په روسي ولس کې د جذبې او احساسانو د نشتوالي او د جګړې په ډګر کې د روسیې د لږې بریا سربیره، هغه پر اوکراین د برید کولو په اړه له خپلې پریکړې پښیمانه نه دی.

پوتین په دې نظر دی چې د اوکراین د نیولو له پاره کوښښونه یي پر سم لور روان دي
پوتین په دې نظر دی چې د اوکراین د نیولو له پاره کوښښونه یي پر سم لور روان ديانځور: Alexander Nemenov/AFP

د روسیې ولسمشر وویل هغه غواړي چې د اوکرایني غله جاتو د صادراتو له پاره بشري دهلیز دې بند کړای شي، ځکه په خبره یي له دې څخه د «ترهګرۍ د عملیاتو» له پاره کار اخیستل کیږي.

په جولای میاشت کې د ناټو د غړي هیواد ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب نړیوالو بازارونو ته د اوکراین د غله جاتو د رسولو یو موافقتنامه لاسلیک شوې وه.

د روانې میاشتې په لومړیو کې له یوه لارۍ موټر بم سره د کرچ په نوم هغه پول په نښه کړای شو چې روسیه له کریمیا سره نښلوي. مسکو په ۲۰۱۴م کال کې د کریمیا له غیر قانوني الحاق وروسته دغه پول جوړ کړی و. د اوکراین په جګړه کې روسي ځواکونو ته د اکمالاتو رسولو په برخه کې دغه پول ډیر اهمیت درلود.

اړوند: اروپا ته د روسیې د ګازو کمښت او د اروپا بیړنی پروګرام

په داسې حال کې چې د کیف اوسیدونکو او دولتي چارواکو دغه اقدام د جشن په توګه ولمانځه او د اوکراین د پوست یا ډاکخانې ادارې د پوستې د یادګاري ټکټ چاپولو امر ورکړ، خو د اوکراین حکومت په رسمي ډول په دې برید کې د خپل پوځ لاس درلودل نه دی تائید کړی. روسیې د دې برید پړه د اوکراین پر استخباراتي ادارې اچولی دی.

پوتین د اوکراین په هکله نور څه ویلي؟

پوتین د ټولنیز امنیت تړون سازمان (CSTO) تر سرمشرزي وروسته په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ادعا وکړه چې هغه نسبي بسیج به په دوو اونیو کې بشپړ شي چې ده یې امر ورکړی دی.

پوتین وویل چې اوس مهال د لا زیاتو ځواکونو استولو هیڅ پلان نه لري. هغه زیاته کړه چې اوس مهال ۱۶ زره ریزرف ځواکونه په پوځي فعالیتونو کې ونډه لري.

پوتین د اوکراین په جګړه کې د نورو هیوادونو د دریځ په هکله څه وایي؟

د روسیې ولسمشر ویلي دي چې چین او هندوستان د اوکراین په ارتباط د سوله ایزو مذاکراتو ملاتړ کوي او تیره میاشت په ازبکستان کې د یوې سرمشریزې پر مهال یي د دغو دواړو هیوادونو له مشرانو سره په دې ارتباط خبرې شوي وې.

اړوند: پوتین د کریميا پر پله چاودنه تروریستي کړنه او د اوکراين کار وباله

د یادونې وړ ده چې په CSTO کې روسیه او پنځه نور هیوادونه ارمنستان، بلاروس، قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان شامل دي چې یو وخت د پخواني شوروي اتحاد برخه ګڼل ګڼل کیدل.

د روسیې ولسمشر وویل چې هغه په راتلونکي کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د خبرو ضرورت نه احساسوي. بایډن د روانې اونۍ په لومړیو کې له پوتین سره د مذاکرات کولو تصور رد کړی و.

پوتین وویل چې تر اوسه پورې یې په راتلونکي میاشت کې په بالي کې د جي ۲۰ په سرمشریزه کې د ګډون کولو په هکله تصمیم نه دی نیولی.

که پوتین په دې سرمشریزه کې ګډون وکړي، نو دا به د اوکراین پر وړاندې د جګړې تر پیلولو وروسته د جي ۲۰ له مشرانو سره د ده لومړی مستقیم ملاقات وي.

آژانسونه: ش.ن/ا. و.ا