1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې له خوا په نیول شوو سيمو کې ولسپوښتنې شوي

۱۴۰۱ مهر ۲, شنبه

د نړیوالو تندو غبرګونو سربېره په اوکراین کې د روسانو تر کنترول لاندې په څلورو سيمو کې له روسيې سره د الحاق په سر ولسپوښتنې دوام لري. روس پلوي چارواکي ور په ور ګرځي او د خلکو رايې راټولوي.

https://p.dw.com/p/4HI38
Ukraine, Lugansk | Start des Scheinreferendums
انځور: Dmitry Rogulin/TASS/dpa/picture alliance

د روسي بېلتون غوښتونکو تر کنترول لاندې په خېرسون، زاپوريژيا، دونېڅک او لوهانسک سيمو کې د اوکراين په ختيځ کې په اصطلاح رفرنډومونه يا ولسپوښتنې دوام لري. انتخاباتي حوزې به ايله د سه شنبې په ورځ یعنې د ولسپوښتنو په وروستۍ ورځ پرانيستل شي.

د اوکراين او لويديځو متحدينو له خوا دغه تش په نوم ولسپوښتنې بلل کېدونکې نظرپوښتنې ايله تېره سه شنبه (د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په ۲۰مه) وروسته له دې پلان شوې چې د اوکراين پوځ په متقابلو پوځي عملياتو کې په تېره د اوکراين په شمال ختيځ کې ډېرې سيمې بېرته ونيولې. په سلګونو کلي او ښارونه چې تر مخه د روسي پوځ تر کنترول لاندې ول، د اشغالګرو څخه پاک شول او بېرته د خارکيف په شاوخوا کې د اوکراينيانو لاس ته ولوېدل. د اوکراين په ختیځ کي ساختګي «ریفراندم» پیل سوی

د ولسپوښتنو په نتيجه کې د څلورو اوکرايني سيمو الحاق له روسيې سره د لويديځ له خوا غيرقانوني بلل شوی او غندل کيږي. له دې وروسته د نورې پوځي ترينګلتيا انتظار هم کيږي ځکه چې د اوکراين له لوري پر دغو سيمو باندې بريدونه بيا د مسکو له خوا د هغوی پر خاورې باندې يرغلونه بلل کېدای شي.

د کريملين مشر، ولاديمير پوتين، د اتومي وسلو د استعمال ګواښ هم کړی دی. د اوکراين ولسمشر، ولوديمير زيلنسکي د جمعې په ماښام په خپل ورځني ويډیويي پيغام کې ډاډ څرګند کړ چې نړيواله ټولنه به دغو په اصطلاح ولسپوښتنو ته وړ غبرګون ښکاره کړي. زيلنسکي وويل چې »نړۍ به دغو تش په نوم رفرنډومونو ته بشپړ عادلانه غبرګون وښيي - هغه به بې له شکه وغندل شي.«آلمان له روسیې څخه تېښته کوونکو ته د پناه د ورکړې اشاره کړې

د متحده آيالاتو ولسمشر جو بايدن روسيې ته د الحاق په پايله کې د سختو بنديزونو ګواښ کړی دی. داسې ويل کيږي چې د امريکا متحده آيالات له خپلو متحدينو او شريکانو سره دې ته کار کوي چې د روسيې په وړاندې »چټک او سخت« اقتصادي تدابير پورته کړي.