1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين په ختیځ کي ساختګي «ریفراندم» پیل سوی

۱۴۰۱ مهر ۱, جمعه

د اوکراين د ختيځ دریو نیول سوو سیمو کي له روسیې سره د يوځای کیدو په هکله رایه اخیستنه پيل سوې ده. کیف بيا انتقاد کړی چي روسيې د اوکراین سرتیري شکنجه کړي دي.

https://p.dw.com/p/4HFoR
Russland | Vorbereitungen für Scheinreferendum in Donezk Region
په دونیڅک کی ساختگي ریفراندم ته تیاریانځور: Yegor Aleyev/TASS/dpa/picture alliance

د اوکراین په دریو هغو سیمو کي چي د روسي پوځ نيولي دي، د جمعې له ورځي (۲۰۲۲م کال د سپتمبر ۲۳) پکښي له روسیې سره د یوځای کیدو په هکله په اصطلاح «ټولپوښتنه» پيل سوې ده.

د اوکراين د دونيڅک سيمي بیلتون غوښتونکي مشر دینیس پوشیلین ويلي دي چي دا يوه تاریخي ورځ ده. نوموړي په هغه ویډیو کي چي د تیلیګرام په نامه خبري چینل له لاري خپریدله وویل: «دغه ریفراندم پریکړنده دی، دا د یوه نوي واقعیت پر لور پرمختګ دی.»

همدارنګه د لوهانسک او زاپروږیا په سیمو کي هم د دغه ډول ریفراندم د پیل کیدو په هکله خبر ورکړل سوی دی. په زاپروږيا سیمه کي د مسکو له خوا ګومارل سوي استازي ولادیمیر روګو د دغي ټولپوښتني د یوه مرکز د پرانیستلو پر وخت وویل: «موږ خپل کورته راځو، ملګرو کامیابي مو غواړو.»

آلمان له روسیې څخه تېښته کوونکو ته د پناه د ورکړې اشاره کړې

د اوکراین په ختيځ کي د خرسون سیمې له پاره هم دغه ډول ریفرنډم په پام کي نیول سوی وو. څلور غیرقانوني "ریفرنډمونه" یوازې په دې اونۍ کې اعلان سوي دي.

په سونو زره کسان د سپتمبر تر ۲۷ مه پوري وخت لري چي خپله رایه ورکړي. د لوهانسک سیمي خبر ورکړی دی چي روسیې ته تښتیدلي کسان هم حق لري خپله رایه وکاروي.

روسیه غواړي د اټکل سوو پایلو څخه د کریملن د وفاداره بیلتون غوښتونکو له خوا نیول سوو سیمو د توجیه کولو له پاره ګټه واخلي.

نه اوکراین او نه هم نړیواله ټولنه به د پوځي حکومت تر سُلطې لاندي او ډیموکراټیکو اوصولو ته په نه پاملرني سره، دغه ریفراندم په رسمیت وپیژني.

Ukraine | Wolodymyr Selenskyj
زیلینسکي له روسانو غوښتي چی ددغه ریفراندم په وړاندي پاڅون وکړيانځور: President Of Ukraine/APA Images/ZUMA/picture alliance

بریتانیا روسیه تر فشار لاندي ویني

د اوکراين په ډیرو برخو کي بیا جنګونه همداسي مخ ته روان دي. د بریتانیا د استخباراتي کارپوهانو په نظر، د اوکراين پوځ په دې ترڅ کي په هغو سیمو کي روسي ځواکونه تر فشار لاندي راوستي دي چي روسیه یې د خپل جنګي هدف له پاره پریکړنده بولي. دا خبر د هغي استخباراتي ادارې د معلوماتو څخه سرچینه اخلي چي هره ورځ د بريتانيا د دفاع وزارت له خوا په لندن کي خپریږي.

په دې ډول نو ددغه هیواد په شمال ختیځ کي د وروستیو سیمو ترلاسه ورکولو وروسته چي د روسي پوځ دفاعي کرښي پرشاتګ کړی وو، اوس د ماتیدو په حال کي ده. بریتانیا د دې کار دلیل په خارکیف سیمه کي د اوسکال رود د ساحل پُلونو ته د اوکرايني ځواکونو رسېدل ګڼي.

زيلنسکي: روسيه بايد پر اوکراين د يرغل له کبله «عادلانه جزا» وويني

د بریتانیا د معلوماتو له مخي، روسیې په اصل کي غوښتل دغه رود په یوې کلکي دفاعي کرښي کي ادغام کړي.

پر مسکو باندي د شکنجې تورونه

د جګړې له پیل راهیسي د بندیانو له ستري تبادلې وروسته اوکراین انتقاد کوي چي پاته بندیان د روسیې له خوا شکنجه کیږي. د اوکراین د استخباراتي ادارې مشر کیریلو بودانوف، یوه خبري کنفرانس ته پرته له نورو جزیاتو ورکولو وویل: «د هغوی زیاتره یې په وحشیانه ډول شکنجه کیږي.»

Ukraine Gefangenenaustausch
د اوکراییني سرتیرو تبادلهانځور: Ukrainian Security service/AA/picture alliance

هغه زیاته کړه: »داسي بندیان هم سته چي جسمي حالت یې لږ یا ډېر نورمال دی، خو د محبس د سختو شرایطو لاندي د سؤ تغذي علایم پکښي لیدل کیږي. د اوکراین د کورنیو چارو د وزیر دینیس موناسترویسکي د ټولو تبادله سوو سرتیرو له پاره د رواني درملني اړتیا ویني.

په دغه تبادله کي چي تيره ورځ د روسيې او اوکراين ترمنځ وه، ۲۵۰ د اوکراین او لس نور اتباع اوکراین ته انتقال سوي دي. هغوی د روسانو له خوا نیول سوو اوکرایني سيمو او همدارنګه روسيې په زندانونو کي ساتل سوي ول.

د دغو کسانو په بدل کي بیا ۵۵ پوځیان روسیې ته واستول سول. په دغو بنديانو کي همدارنګه د اوکراین میلیارډر ویکتور میدویدچوک هم روسیې ته سپارل سوی دی. هغه د کریملن د مشر ولادیمیر پوتین نیژدې اعتمادي کس وو.

GP/NZ/DW.Online