1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوي زيلاند د پولیسو په يونيفورم کې حجاب ور زیات شو

۱۳۹۹ آبان ۳۰, جمعه

د نوي زيلاند د پولیسو په يونيفورم کې حجاب هم ورزيات شو. له دغه اقدام څخه موخه د پولیسو په اداره کې د کار کولو له پاره د مسلمانو ښځو هڅول ښودل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3lcT3
Neuseeland Zeena Ali | Erste Polizistin mit Hijab
انځور: New Zealand Police/Instagram

د نوي زیلاند حکومت تر دغه اقدام وروسته، زینا علي د پولیسو د يوې سلاکاري په توګه په دنده ګومارل شوې ده. هغه په نوي زيلاند کې لومړۍ پولیسه ده چې د رسمي لباس سره حجاب هم اغوندي. د پولیسو په جامه کې د ميرمن علي يو انځور چې په هغه کې يې پولیسي خولې هم پر سر ده، ډير خپور شوی دی. په نوي زيلاند کې د مسلمانانو اړوند ټولنو، د حکومت دغه اقدام ډير ستايلی دی.

د نوي زيلاند پولیس وايي، د دوی په اداره کې پر حجاب باندې د عمل کولو موضوع په ۲۰۱۸م کال کې معرفي شوې وه. په وینا يې له دغه اقدام څخه موخه د دغه هيواد د پولیسو په اداره کې کار کولو ته د مسلمانانو په ګډون د مختلفو مذهبي لږکيو د ښځو هڅول دي.

په نوي زيلاند کې د ښځو پوليسو حجاب، د ليسې له دورې څخه مسلمانو زده کونکو ته معرفي شوی دی. په همدې تړاو، ميرمن زینا علي ته په لومړني اصلاحاتي پروګرام کې بلنه ورکړل شوه تر څو هغه د پولیسو له خولۍ سره حجاب لرونکی يونیفورم سره راښکاره شي.

په نوي زيلاند کي د يوې پوليسي تور پوړنی پر سر دی
په نوي زيلاند کي د يوې پوليسي تور پوړنی پر سر دیانځور: Marty MELVILLE/AFP

ميرمن زينا علي د دغه يونيفورم د ډيزاينولو په جریان کې د پولیسو په اداره کې کار کولو ته وهڅول شوه چې د هغې له خوا ومنل شوه. هغې ته د پولیسي مسلکي زدکړو (ټرينينګ) پر وخت حلاله ډوډۍ او دغه راز د لمانځه ادا کولو له پاره جلا کوټه په نظر کې نيول شوې وه. د هغې په خبره د زده کړو پر مهال ورته د داسې جامو چې ټول ځان په کې پټ وي، د اغوستلو اجازه هم ورکړل شوې وه.

زينا د آرام سمندر په فيجي هيواد کې دنيا ته راغلې ده چې په ماشومتوب کې له خپل والدين سره نوي زيلاند ته کډه شوې ده. نوموړې د نوي زيلاند له مشهورې ورځپاڼې «هيرالد» سره په يوه مرکه کې وويل کله يې چې په کرايست چرچ ښار پر مسجدونو د وسله والو حملو پر مهال د پولیسو اقدامات وليدل نو سخته يې تر اغيز لاندې راغله. هغه وايي دې سره يې پریکړه وکړه چې د پوليسو په اداره کې کار وکړي.

د نوي زيلاند يوې پوليسي تور پوړنی پر سر کړی
د نوي زيلاند يوې پوليسي تور پوړنی پر سر کړیانځور: picture-alliance/AA/P. Adones

هغې دا هم ويلي دي چې د دندې پر مهال، هغه د مذهبي اصولو په تړاو له هيڅ ډول محدوديت سره نه ده مخ شوې. ميرمن علي وايي د کرايست چرچ د مسجدونو پیښې، د هغې د ژوند مسير ته بدلون ورکړ. د نوموړې په وينا د پوليسو په اداره کې ېې کار کول د دې سبب شوي چې اوس نورې مسلمانې نجونې هم پولیسي شي. زينا علی وايي کله چې د پولیسو په جامه کې له کوره بهر وځي نو د وياړ احساس کوي.

دويچه وله ا/م.ک.ص./ن.ز.