1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د کرايست چرچ مسلمانانو قاتل خپل ځان بې ګناه ښيي

۱۳۹۸ خرداد ۲۴, جمعه

د نوي زيلاند د کرايست چرچ ښار د لسونو مسلمانانو قاتل برنتون تارانت پر مسلمانانو د خپلې حملې انځورنه په ژوندې بڼه په انترنيت کې خپاره کړي وو. اوس دغه استراليايي تبعه د دغې قضيې په حقوقي څيړنه کې خپل ځان بې ګناه ښيي.

https://p.dw.com/p/3KOpv
Anhörung des Christchurch Attentäters Brenton Tarrant
انځور: picture-alliance/AP/M. Mitchell

 د نوي زيلاند په کرايست چرچ ښار کې د مسلمانانو پر دوو جوماتونو له وسلوال بريد څخه څه باندې درې مياشتې تيرې شوي دي. برنتون تارانت چې په دغې قضيه کې د ۵۱ کسانو پر وژنه تورن دی، اوس ادعا کوي چې «بې ګناه دی.» برنتون اوس مهال د نوي زيلاند په شمال د اوکلند په يوه زندان کې بندي دی.

محکمې د دغې قضيې د څيړنې په پيل کې، په زندان کې له دغه افراطي ښي اړخي استراليايي سره يوه ويډيويي اړيکې ونيوله. برنتون د خپل مدافع وکيل له لارې پر ده باندې لګيدلي ټول تورنه رد کړي دي.

۵۱ قتلونه

دغه محکمه د کرايست چرچ په ښار کې ده. دا هغه ښار دی چې په کې د روان ميلادي کال د مارچ مياشتې په  نيمايي کې پر دوو جوماتونو د جمعې لمانځه پر وخت پر مسلمانانو خونړۍ وسلوالې حملې وشوې. احتمال لري چې تارانت به د همدغې حملې له پاره پر عمري بند سزا محکوم شي. د نوي زيلاند څارنوالۍ برنتون تارانت پر ۵۱ قتلونو، ۴۰ قتلونو ته د هڅو او دغه راز د یوه تروريستي عمل په ترسره کولو تورن کړی دی.

تارانت په دوو جوماتونو کې پر لمونځ کونکو باندې ډزې کړې وې او د حملې انځورونه يې په ژوندۍ بڼه په انترنيت کې خپاره کړل. دغو انځورونو په نړيواله کچه له ځانه سره غبرګونونه او د پيښې له قربانيانو سره د پيوستون او همدردۍ څپې راپورته کړې.

محاکمه راتلونکی کال کيږي

يوې رواني طبي اروزنې، څرنګه چې محکمې ته وړاندې شوې، د برنتون تارانت رواني وضعيت د دې وړ بللی دی چې د محکمې په استماعي غونډه کې ګډون وکړي. د محکمې قاضي کامرون ماندر د تارانت د راتلونکې استماع نيټه د روان کال د اګست مياشتې ۱۵مه او د هغه د اصلي محکمې نيټه د راتلونکي کال د می ۴مه وټاکله.

 si/af (dpa, afp) mks, ns