1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

د پاکستان پولیسو د پيښور د خونړي برید په ارتباط ۲۳ تنه نیولي

۱۴۰۱ بهمن ۱۳, پنجشنبه

پاکستاني پولیسو د پيښور ښار د پولیسو مقر په یوه جومات کې د خونړي ځانمرګي برید په ارتباط ۲۳ تنه نیولي دي. یوه امنیتي چارواکي ویلي دي چې د دې برید عاملین ممکن له «پاکستان څخه دباندې ارتباطات» ولري.

https://p.dw.com/p/4N1xJ
Pakistan Peschawar | Selbstmordanschlag in Moschee
انځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

د فرانسې خبري آژانس د امنیتي چارواکو په نقل رپوټ ورکړی دی چې د پولیسو ریاست یو شمیر کارمندان هم په دې ارتباط نیول شوي دي. دغه خبري آژانس زیاته کړې ده چې تفتیش کوونکي دې پوښتنې ته د ځواب پیدا کولو کوښښ کوي چې بریدګر څنګه توانیدلی دی چې تر شدید امنیتي تدابیرو لاندې دې ځای ته چاودیدونکي مواد انتقال کړي او آیا د پولیسو مامورین هم په دې قضیه کې لاس لري او که څنګه؟

د پيښور په یوه جومات کې د برید د قربانیانو شمیر ۸۸ ته لوړ شوی

په همدې منځ کې د دې برید د قربانیانو شمیر ۱۰۱ ته لوړ شوی دی. د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو چارواکو ویلي دي چې د دوشنبې ورځې د برید عامل د پولیسو له یونیفورم څخه په استفادې د یوه موټرسیکل په وسیله تر شدید امنیتي تدابیرو لاندې دې ساحې ته داخل شوی و.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جاه انصاري ویلي دي چې انتخاري برید کوونکی توانیدلی وو چې د لمونځ ګذار په توګه جومات ته ننوځي او له ۱۰ تر ۲۰ کیلو چاودیدونکي توکي په کوچنیو برخو کې له ځان سره ولیږدوي.

انصاري زیاته کړې ده: «زه اعتراف کوم چې امنیتي تشه موجوده وه. زموږ کسان نه دي توانیدلي چې د دې برید مخه ونیسي. دا زموږ نیمګړتیا ده.»

انصاري ویلي دي چې ممکن د پاکستان تحریک طالبان د څانګې جنګیالي په دې برید کې لاس ولري. د پاکستان تحریک طالبان په دې برید کې لاس درلودل رد کړي دي، خو د جماعت الاحرار په نامه له دې څخه جلا شوي یوې ډلې د دې برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.

پيښور: د لاسې بم په حمله کې يو پاکستانی پولیس ووژل او څلور کسان ټپيان شوي

د امنیتي کړیو د معلوماتو له مخې، له نیول شوو ۲۳ کسانو څخه یو شمیر یي د پيښور ښار اوسیدونکي او پاتې نور یي له افغانستان سره په پوله د قبایلي سیمو اوسیدونکي دي. یوه امنیتي چارواکي ویلي دي چې عاملین او هغه کسان چې په دې برید کې یي لاس لرلی، ممکن «له پاکستان څخه بهر اړیکې» ولري.

د «ټي ټي پي» هدف څه دی او له افغان طالبانو سره څه اړيکه لري؟

د دې برید قربانیان عمدتاً د پولیسو مامورین ول. د پيښور ښار د پولیسو مشر محمد اعجاز خان د څرګندونو له مخې د چاودنې پر مهال په جومات کې له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې لمونځ کوونکي موجود ول.

په تیرو میاشتو کې په پيښور کې په ځانګړي توګه پر امنیتي ځواکونو پرله پسې بریدونه شوي دي. په دې سمیه کې هم د داعش ډلې او هم د تحریک طالبان پاکستان د څانګو ملیشې فعاله دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز