1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د ایران محدودولو له پاره فارس خلیج کې خپل حضور پراخوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۳, شنبه

امریکا متحده ایالات د ایران له خوا په پرله پسې ډول د کښتیو درولو په دلیل، غواړي په فارس خلیج کې خپل حضور پیاوړی کړي. واشنګټن خبرداری ورکړ چې سیمه ایز قدرتونه اجازه نه لري چې د منځني ختیځ په اوبو کې د کښتیو آزادي وګواښي.

https://p.dw.com/p/4RJ6K
Spannungen am Persischen Golf | US-Marine
انځور: Stephanie Contreras/U.S. Navy/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د امنیت په شورا کې د ارتباطاتو مسئول جان کیربي د جمعې (د می میاشتې ۱۲ نیټه) په ورځ په فارس خلیج کې د حضور پراخولو په اړه د واشنګټن د نوي پروګرام خبر ورکړ: «امریکا متحده ایالات به اجازه ور نه کړي چې بهرني یا سیمه ایز قدرتونه د منځني ختیځ په اوبو کې د کښتیو د تګ راتګ آزادي په خطر کې واچوي»

د امریکا جنګي بیړۍ بی له کومې ستونزې د هرمز تنګي ته رسیدلې ده

د واشنګټن دغه چارواکي د دې پروګرام په اړه نور معلومات ور نه کړل او زیاته یې کړه چې جزویات به یې په راتلونکي کې وړاندې شي.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

کربي زیاته کړه چې ایران په تیرو دوو کلونو کې ۱۵ کښتۍ چې بین المللي بیرغونه پرې رپيدل دورلي دي. هغه وویل چې «دغو اعمالو له پاره هیڅ ډول توجیه شتون نه لري».

جان کیربي سره له دې چې په دې وروستیو میاشتو او اونیو کې یې ایران د کښتیو په درولو تورن کړ، خو څرګنده یې کړه چې امریکا له ایران سره د ښکیل کیدو په لټه کې نه ده.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

مخکې تر دې هم د سوداګریزو کښتیو درول کیدل، په سیمه کې د سیاسي کشمکشونو د پراخیدو سبب شوی و.

د عمان او ایران ترمنځ د هرمز تنګي د کښتیو په وسیله د نفتو د صادراتو مهم مسیر ګڼل کیږي چې سور یا پلنوالی یې ۵۵ کیلومترو ته رسیږي.

تر ټولو په وروستي مورد کې د ایران سپاه پاسداران د روان کال د می میاشتې په لومړیو کې د نفتو لیږدونکي یوه کښتۍ د هرمز په تنګي کې درولې وه.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص