1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاآلمان

د اساسي قانون محکمه: زندانیانو ته دې بهتره معاش ورکړل شي

۱۴۰۲ خرداد ۳۱, چهارشنبه

د آلمان د اساسي قانون محکمې حکم کړی دی چې د دغه هېواد په دوو ایالتونو کې زندانیانو ته په ساعت کې تر دریو يورو کم معاش مناسب نه دی. دې محکمې له دغو دوو ایالتونو غوښتي دي چې د خپلو اصلاحي وړاندیزونو طرحه دې وړاندې کړي.

https://p.dw.com/p/4StHs
د آرشیف انځور: د آلمان په یوه زندان کې د کار جریان
د آرشیف انځور: د آلمان په یوه زندان کې د کار جریانانځور: Uwe Anspach/dpa/picture-alliance

په آلمان کې دوو زندانیانو چې ادعا یې کوله په زندان کې یې معاش عادلانه نه دی، د آلمان په لوړه محکمه کې خپله حقوقي دعوه ګټلې ده. د دغو زندانیانو د دعوې ارزونه په نوردراین وستفالن او بایرن ایالاتونو کې تېر کال پیل شوې وه.

ولې زندانیان په آلمان کې کار کوي او ولې هغوی ته معاش ورکول کیږي؟

په آلمان کې ډېر زندانیان چې د خپلو جرمونو له امله په زندان کې وي او د کار په شرایطو برابر وي، مکلف دي چې کار وکړي. د دې قاعدې دلیل دادی چې په ټولنه کې د هغوی نوی ادغام پياوړی شي، نوي مهارتونه زده کړي او هغه مهال چې له زندانه خوشې کیږي، باید د دې وړتیا ولري چې کار وکړي. خو دغو زندانیانو ته باید د کار په مقابل کې پیسې ورکړل شي.

زندانیانو ته د معاشونو ټاکل د آلمان د ایالاتونو له واکونو څخه دی، نه د فدرالي حکومت. له همدې امله د زندانیانو له پاره د یوه ایالت معاش تر بل ایالت توپير سره لري.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

لکه څنګه چې زندانیان مالیه نه ورکوي، د ژوند لګښتونه لکه خواړه یې د زندان له خوا ورکول کیږي او د هغوی د کار موخه د عاید ترلاسه کول نه ده، نو ځکه هغه معاش چې دوی ورکول کیږي ټیټ دی.

د آلمان د اساسي قانون د محکمې قاضي ویلي دي چې زندانیان په یادو دوو ایالاتونو کې معمولا د ساعت پر سر له ۱،۳۷ څخه تر ۲،۳۰ پورې يورو ترلاسه کوي. خو په آلمان کې د ډېرو خلکو له پاره د ساعت پر سر لږ تر لږه ۱۲ يورو معاش ټاکل شوی دی.

محکمې څه حکم ورکړی دی؟

محکمې د زندانیانو له پاره عادلانه معاش نه دی ټاکلی، خو ویلي یې دي چې دا پریکړه د قانون جوړونکو پرغاړه ده.

محکمې څو انتخابه مطرح کړي دي، چې له دې ډلې د زندانیانو له پاره له مالیې معاف ټیټ معاش او یا له عادي مالیې سره لوړ معاش په پام کې ونېول شي.

دوریس کونیس چې د قاضیانو د پلاوي مشري یې کوله، د دغو دوو ایالتونو حکومتونو ته د ۲۰۲۵م کال تر جون میاشتې پوري وخت ورکړی دی چې په دې اړه اړین وړاندیزونه چمتو کړي. هغه وویل چې، د ایالاتونو په واسطه د زندانیانو د کار «مناسب درناوی» له تیوري اړخه ښايي بیلابیل ډولونه ولري.

قاضي خبرداری ورکړی چې زندانیانو ته ټیټ معاش ښايي منفي اغیزې ولري
قاضي خبرداری ورکړی چې زندانیانو ته ټیټ معاش ښايي منفي اغیزې ولريانځور: Julian Stratenschulte/picture alliance/dpa

دغه قاضي زیاته کړې ده: «اړینه نه ده چې د دغه (د زندانیانو د کار) ستاینه د پیسو په مټ وشي، خو شونې ده چې دا د الزامي یا غیر الزامي عناصرو ترکیب وي.»

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

هغه د بیلګې په توګه وړاندیز وکړ چې ایالتونه دې زندانیانو ته د هغوی د خدمتونو او کار په بدل کې ټولنیزه بیمه ورکړي، ترڅو هغوی له زندان وروسته چمتو شي. هغه دغه راز، د کار په بدل کې له زندانه د رخصتی امکان هم یاد کړ.

د آلمان د اساسي قانون محکمې ویلي زندانونه مکلف نه دي چې د ټیټ معاش له امله زندانیانو ته د زیان جبران ورکړي او تر څو چې په دې اړه اصلاحات رامنځته کیږي، اوسني قوانین به نافذ وي.

قاضي: ناعادلانه معاش کولای شي، منفي پيغام ولېږدوي

محکمې ویلي دي چې یاد دوه ایالاتونه دې په ټولنه کې د ادغام په موخه د زندانیانو له کاره د استفادې وړاندیزونه مطرح کړي او د معاش اندازه باید له دغو موخو سره په تناقض کې نه وي.

اړوند مطالب:په آلماني زندانونو کې شاوخوا ۱۴۰۰ کسانو ځان وژنه کړې

دوریس کونیش وايي چې دا موخې باید لاسته راوړونکي عادلانه کاري شرایط ولري: «په بل عبارت، د هغو موخو ترلاسه کول چې په قانون کې درج شوي دي، د زندانیانو له پاره ټيټ معاش ته په کتو، باید غیر واقع بینانه نه وي.»

د دغه قاضي په خبره دا مهمه ده چې زندانیان په خپله د کار په بدل کې معاش او چلند په اړه څه احساس لري. هغه خبرداری ورکړ کله چې په زندان کې د کار سیستم زندانیان ناعادلانه وبولي، په ټولنه کې د هغوی د ادغام هڅې هم زیانمنېږي.