1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په آلماني زندانونو کې شاوخوا ۱۴۰۰ کسانو ځان وژنه کړې

۱۳۹۸ مهر ۲۱, یکشنبه

په تیرو ۲۰ کلونو کې د آلمان په زندانونو کې شاوخوا ۱۴۰۰ کسانو ځان وژنه کړې ده. د آلمان خبري آژانس د دې هیواد د عدلي چارو له فدرالې ادارې څخه د معلوماتو پر بنسټ دغه شمیرې خپرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/3RCZl
Archivbild: Deutschland, Bruchsal: JVA in Bruchsal
انځور: picture-alliance/dpa/R. Wittek

په آلمان کې د عدلي چارو فدرالي ادارې د ۱۹۹۸ او ۲۰۱۷م کلونو په ترڅ کې د دې هیواد په زندانونو کې د ځان وژنې د پیښو په هکله تازه شمیرې خپرې کړي دي. د دغو خپرو شویو شمیرو له مخې په دې موده د تیرو شلو کلونو په ترڅ کې شاوخوا ۱۴۰۰ زندانیانو د آلمان په زندانونو کې ځان وژنه کړې ده. د آلمان د یادې فدرالي ادارې د شمیرو له مخې، د آلمان په زندانونو کې د ځان وژنې تر ټولو ډیرې پیښې په ۲۰۰۰م کال کې ثبت شوي دي او تر ټولو کمې یې چې د ځان وژنې ۵۰ پیښې کیږي، په ۲۰۱۳م کال کې ثبت شوي دي.

د آلمان د خبري آژانس د رپوټ له مخې، د ځان وژنو د پیښو زیاتره مرتکبین نارینه زندانیان دي. په دې ترڅ کې د ښځینه زندانیانو له لوري د ځان وژنې د پیښو کچه ۴۰ سلنه ښوول شوې ده. رپوټ زیاتوي چې د ځان وژنې په زیاتره مواردو کې زندانیانو ځانونه راځوړند کړي دي او په دې توګه یې خپل ژوند ته د پای ټکی ایښی دی.

په زندانونو کې د ځان وژونکو په ډله کې زیاتره یې نارینه زندانیان دي.
په زندانونو کې د ځان وژونکو په ډله کې زیاتره یې نارینه زندانیان دي. انځور: picture-alliance/dpa/M. van Offern

دغو شمیرو ته په کتو سره، کارپوهان په زندانونو کې د زندانیانو له لوري د ځان وژنې د پیښو مخنیوی د ارزښت وړ یوه موضوع ګڼي. په زندانونو کې د ځان وژنې د مخنیوي په موخه په آلمان کې د یوې فدرالي کاري ډلې بنسټ ایښودونکې کاترینا بنیفیلډ کرستین په دې هکله وايي: «که وغواړو چې [په زندانونو] کې مناسب انساني شرایط خوندي وساتو، په دې ترتیب سره د ځان وژنې مخنیوی هم ستونزمنیږي.»

د میرمن کرستین په حواله د هغو کسانو له ډلې څخه چې د زندانونو د میلو تر شا خپل ژوند ته د پای ټکی کیږدي، شاوخوا ۲۲ سلنه یې د قتل او ۱۶ سلنه یې د جنسي جرمونو له کبله په زندان محکوم شوي دي.

په دې ترڅ کې ویل شوي دي چې د ۲۰ کلونو په ترڅ د ټولو ۱۴۰۰ کسانو له ډلې څخه چې په زندانونو کې یې ځان وژنه کړې، ۱۶۷ تنو یې تر دې وړاندې هم په زندانونو کې د ځان وژنې هڅې کړي دي.

DPA / KH-AWA