1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسک د ژورنالستانو بند ټويټري حسابونه بېرته خلاصوي

۱۴۰۱ آذر ۲۶, شنبه

د ټويټر خواله رسنۍ مشر اېلون مسک پسله هغه د يو شمېر ژورنالستانو د ټويټر حسابونو د بېرته پرانستلو اعلان وکړ، چي پر تړلو يې نړيوال تنقيدونه وشول.

https://p.dw.com/p/4L5py
Elon Musk und Twitter-Logo
انځور: Dado Ruvic/REUTERS

د ټسلا کمپنۍ مؤسس او ملياردر اېلون مسک د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د دسمبر ۱۷نېټه) پر ټويټر پيغام خپور کړ چي د هغو ژورنالستانو ټويټر حسابونه به بېرته پرانيزي چي مخکي يې تړلي ول.

د هغه په وينا د يادو ژورنالستانو ټويټر حسابونو په سمدلاسي توګه د پرانستلو سپارښتنه په هغه نظر پوښتنه کي ورته شوې چي د لنډي مودې لپاره يې پر دغه موضوع په ټويټر کي تر سره کړه. له پوښتل شوو څخه ۵۸،۷ فيصده کاروونکو ويلي چي ياد حسابونه بايد سمدلاسه بېرته خلاص کړل شي. مسک په خپل ټويټري پيغام کي ليکلي: «خلکو خپل نظر څرګند کړ. هغه حسابونه چي زما موقعيت يې څرګند کړی وو، بېرته به پرانستل شي.»

ایلون مسک د ټويټر کنټرول واخيست او څو مسؤلين يې فارغ کړل

ټويټر د پنجشنبې په ورځ د يو شمېر امريکايي ژورنالستانو حسابونه بند کړي ول. دا هغه ژورنالستان ول چي لږ وخت مخکي يې د مسک په هکله راپورونه خپاره کړي ول. مسک پر هغوی تور ولګاوه چي په ژوندۍ بڼه يې د هغه د شخصي جيت الوتکي موقعيت بربنډ کړی وو او په دې توګه يې د شخصي معلوماتو د خپرولو د ممانعت اصل نقض کړی وو. د شخصي معلوماتو د خپرولو ممانعت ته «ډوکسينګ» هم ويل کيږي.

مسک وويل چي د هغه د شخصي معلوماتو خپرول د هغه او د هغه د کورنۍ امنيت ته ګواښ پېښوي. د اروپايي اتحاديې کميسيون او د آلمان حکومت د ټويټر له خوا د ژورنالستانو د حسابونو پر تړلو تنقيد وکړ. يادو مقاماتو وويل چي د ټويټر له خوا د ژورنالستانو د حسابونو د بندولو په غبرګون کي د ټويټر لپاره پر عواقبو غور کوي. د فرانسې او بريتانيې تر څنګ د ملګرو ملتونو له خوا هم د ټويټر پر ياد اقدام نيوکي وشوې.

آ./ا.ا./ن.ص.