1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایلون مسک د ټويټر کنټرول واخيست او څو مسؤلين يې فارغ کړل

۱۴۰۱ آبان ۶, جمعه

د نړۍ تر ټولو زياته پانګه لرونکی کس، ايلون مسک د پنجشنبې په ورځ د ټويټر کنټرول په غاړه واخيست. نوموړي په لومړي قدم کي د ټويټر هندي الاصله سي اي او اګروال او څلور نور کسان له کاره فارغه کړل.

https://p.dw.com/p/4IniB
ايلو تسک د تسلا شرکت څښتن او د نړۍ تر ټولو زياته پانگه لرونکی کس دی
ايلو تسک د تسلا شرکت څښتن او د نړۍ تر ټولو زياته پانگه لرونکی کس دیانځور: Adrien Fillon/ZUMA Press Wire/picture alliance

د امريکا په متحده ايالاتو کي مستقر د آنلاين لنډو پيغامونو شرکت ټويټر اوس يو نوی مالک لري. دغه نوی څښتن يې د نړۍ تر ټولو زياته پانګه لرونکی ايلون مسک دی. په لومړي سر کي د ټويټر شرکت د ايلون مسک د ۴۴ ملياردو ډالرو وړانديز رد کړی ؤ چي غوښتل يې چي دغه شرکت په رانیسي. خو کله چي مسک له تړون څخه د وتلو اعلان وکړ نو ټويټر ورباندي حقوقي دعوی وکړه.
ټيسلا انسان ته ورته روبوټ «اوپټيموس» معرفي کړ

د امريکا متحده ايالتونو بيلو رسنيو د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۲۷نېټه) راپورونه خپاره کړل  چي ايلون مسک د ټويټر کنټرول اخيستی او په سمدلاسه توګه يې د ټويټر څلور لوړ پوړي مسؤلين له کاره ايستلي دي.

د نيويارک ټايمز د راپور له مخي له کار څخه په ايستل کېدونکو کي د ټويټر شرکت هندي الاصله چيف ايګزيکيوټيو يا مدير عامل اجرايي پراګ اګروال، د قوانینو او پاليسۍ د چارو عامل اجرايي مدير وجیه ګډې، د اقتصادي چارو عامل اجرايي مدير نېډ سيګار او حقوقي چارو د څانګي مشر سيان ايډجيټ شامل دی.

مسک د چهارشنبې په ورځ د ټويټر له مرکزي دفتر څخه خپله يوه ويډيو خپره کړې وه. په دغه ويډيو کي ليدل کيدلای سوای چي هغه د ځان سره د چيني يا پورسلين يوه دوشۍ لا لاس مينځونکې یې اخيستې وه. هغه پر ټويټر ليکل وي چي «د ټويټر په مرکزي دفتر داخلېږم او راځئ چي دغه دوشۍ ورننباسو.» د هغه د اصلي خبري مقصد ښايي هغو بدلونونو ته اشاره وه چي دی يې په ټويټر کي د راوستلو پلان لري.

په برېښنا د چلېدونکو موټرو د شرکت ټېسلا څښتن او مشر مکس خپل د ټويټر پاڼه هم تغير کړېده او ځان يې «چيټ ټويټ» يعني د ټويټ مشر ياد کړی دی. هغه خپل د موقعيت په برخه کي تغير راوستلی دی او خپل نوی موقعيت يې د سان فرانسسکو مرکزي دفتر ياد کړی دی.

د تکنالوژي شرکتونو خبرداری: د وسلو په توګه د روبوتونو کارول تباهي رامنځ ته کوي

ټويټر او مسک به په راتلونکي کي څه وکړي؟

مسک د پنجشنبې په ورځ خپل پيغام خپور کړی چي پکښي هغه ادعا کړېده چي د ټويټر د رانيولو په باره کي د هغه پر اراده شکونه «غلط» ول. د نوموړي په وينا هغه د «انسانيت د مرستې» په مقصد ټويټر رانيولی دی.

د ټويټر د پانګي د کاغذونو قيمت د چهارشنبې په ورځ تقريبا و ۵۴،۲۰ ډالرو ته نژدې شوی ؤ. دا هغه قيمت دی چي مسک د ټويټر د ونډې رانيولو لپاره د هر سهم کاغذ لپاره وړانديز کړی ؤ. دا پر دې دلالت کاوه چي د پانګه والو توقع وه چي د ۴۴ ملياردو ډالرو تړون به د اونۍ د پای ته رسېدو او په دې توګه د محکمې له خوا ټاکل شوي مودې مخکي عملي شي.

د ډېلاوير يوې محکمې د اکتوبر په پېل کي د اکتوبر ۲۸ نېټه د ضرب الاجل په توګه ټاکلې وه چي تر دغه ورځي پوري بايد تړون بشپړ شي. دا فيصله د مسک او ټويټر د مسؤلينو تر منځ د لويي لانجې وروسته وشوه. مسک لومړی د ټويټر د رانيولو پر لومړي تړون لاسليک وکړ خو وروسته يې د بېرته پر شا کېدو هڅه وکړه. خو ټويټر پر مسک حقوقي دعوی وکړه چي هغه د تړون منلو ته اړ کړي.

د ټويټر يو شمير کاروونکو پر دغې ټولنيزي رسنۍ  د «بيان د آزادۍ» او د مسک د ارادو په هکله اندېښنې څرګندي کړي وې.

ايلون مسک د می په مياشت کي ويلي ول چي هغه به د ټويټر له لوري پر ډونلډ ټرمپ لګول شوی بنديز بېرته ليري کړي. پر ټرمپ د هغه وروسته ټويټر وتړل شو، کله چي د جنورۍ په ۶مه نېټه په واشنګټن کي د ناقراريو سره د ټرامپ تعلق اټکل شو.

د امريکا د متحده ايالاتو پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په څرګنده توګه ويلي دي چي نور به ټويټر ته بېرته نه راځي. هغه د ټولنيزو رسنيو خپله پاڼه «ټروت سوشل» پرانستله.

دا چي د سوشل ميډيا يوه مهمه پاڼه د نړۍ د تر ټولو زياته پانګه لرونکي کس لاس ته ورغله، نو په دې هکله زياتي اندېښنې هم رامنځته شوي دي.

ا.ا./ب.ص./(اې ایف پي، رويټرز)