په پاکستان کې د افغان مهاجرو د وضعیت په هکله د آلمان اندېښنه
۱۴۰۳ دی ۲۱, جمعهد آلمان حکومت له پاکستانه د افغان مهاجرو د اخراج په هکله اندېښنه ښوولې ده. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې په پاکستان کې د افغان مهاجرو وضعیت د ۲۰۲۳م کال له مني راهیسې په بنسټيزه توګه لاپسې خراب شوی دی. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ویلي چې فدرالي حکومت له پاکستاني چاراکو سره له نژدې په اړيکه کې دي او د افغان مهاجرو د حفاظت له پاره هڅې کوي.
پاکستان يو له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو ډېر شمېر افغان مهاجر په کې ژوند کوي. د تېرو څلورو لسیزو په جریان کې چې په افغانستان جګړې او شخړې وې، ګڼ شمېر افغانان پاکستان ته مهاجر شوي دي. د اټکلونو پر اساس، حاضر وخت درې تر څلور میلیونه پورې افغانان په پاکستان کې ژوند کوي.
نور ولولئ: طالبان: د پاکستان له زندانونو ۵۴ افغانان آزاد او هېواد ته راستانه شوي
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د دوی د معلوماتو پر اساس، هغه افغانان چې د منلو پروسه ېې د آلمان او یا د کوم بل هېواد له خوا جریان لري، د دغو اخراجونو هدف نه دي.
دغه وزارت زیاته کړې، ټول هغه کسان چې په پاکستان کې د آلمان فدرالي حکومت له خوا تر مراقبت لاندې نيول کیږي، په اسلام آباد کې د آلمان سفارت له خوا پاڼې ترلاسه کوي تر څو پاکستاني چارواکو ته ثابته کړي چې د ویزو پروسه ېې ادامه لري.
په دې هکله نور: پاکستان: د جون تر ۳۰ به هیڅ راجستر شوی افغان نه اخراجیږي
د آلمانۍ ورځپاڼۍ «فرانکفورته الګیماین څایتونګ» د خپور شوي رپوټ پر اساس، د دې سربېره پاکستان د روان ميلادي کال په سر کې شپږ افغانان چې په آلمان کې ېې د منلو پروسې کارونه ادامه درلوده، اخراج کړي دي. د دغه رپوټ له مخې د دغو افرادو له ډلې دوه ېې توانېدلي چې د آلمان په ملاتړ بېرته اسلام آباد ته ستانه شي.
د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتې په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانود بیا واکمنېدو را وروسته، څه باندې ۳۵زره له خطر سره مخ افغانان چې اکثریت ېې د آلماني ځواکونو پخواني محلي کارمندان ول، آلمان ته داخل شوي دي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له خطر سره د مخامخ افغانانو د منلو فدرالي پروګرام په چوکاټ کې تر اوسه د څه باندې ۳۰۰۰ کسانو د منلو ژمنې شوي دي. له دې ډلې تر اوسه له ۱۰۰۰ ډېر کسان ېې آلمان ته راغلي دي. دغه پروګرام د هغو افغانانو له پاره په نظر کې نيول شوی چې د بشري حقونو، قضا، روزنې او سیاست په څېر برخو کې د کار کولو په دلیل له ګواښ سره مخ دي.