1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د پاکستان پولیسو په اسلام اباد کې ۸۰۰ افغانان نیولي

ګل غوټۍ پوپل | شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۳ دی ۱۸, سه‌شنبه

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي، ويلي دي چې د پاکستان پولیسو شاوخوا ۸۰۰ افغانان نیولي دي. دغه سفارت اندیښنه ښودلې چې په نیول سوو کسانو کې د معتبرو اسنادو درلودونکي کسان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/4ouau
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحد
د طالبانو په خبره د پاکستان پولیسو په اسلام اباد کې ۸۰۰ افغانان نیولي ديانځور: Xinhua News Agency/picture alliance/

د پاکستان او په افغانستان کې حاکمو طالبانو ترمنځ د ترنګلتياو په زیاتیدو سره، د پاکستان په پلازمینه  اسلام آباد ښار کې پر افغان مهاجرو فشارونه زیات سوي دي.

په پاکستان  کې د طالبانو تر ادارې لاندي د افغانستان سفارت، د دوشنبې په ماښام خبر ورکړی دی چې د پاکستان پولیسو په اسلام آباد کې شاوخوا ۸۰۰ افغانان نیولي دي.

دغه سفارت په ایکس شبکه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې پولیسو حتی هغه کسان هم نیولي دي چې معتبرې ویزې او د اقامت «پی ‌او آر» او «ای ‌سی ‌سی» کارتونه یې درلودل.

د نوامبر په میاشت کې کله چې د عمران خان پلویانو د هغه د آزادیدو له پاره په اسلام آباد کې مارشونه وکړل، د پاکستان چارواکو وویل چې افغانانو هم په دغو احتجاجونو کې لاس درلود او ځینې یې نیول سوي دي.

اړوند:پاکستان: د جون تر ۳۰ به هیڅ راجستر شوی افغان نه اخراجیږي

تر هغه وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوی په اسلام آباد کې د افغانانو د حضور له محدودولو څخه خبر ورکړ او اعلان یې وکړ، هغه افغانان چې (NOC) يا د نه اعتراض سند نلري، د ډسمبر د میاشتي په پای ته رسیدو سره باید اسلام آباد پریږدي.

په پاکستان کې د طالبانو د سفارت د معلوماتو له مخې، له نیول سوو کسانو څخه ۱۳۷ تنه یې هغه کسان دي چې د ویزو اعتبار یې پای ته رسیدلی، خو مخکې له دې یې د هغو د تمدید له پاره عریضه کړې وه.

نوموړي سفارت زیاته کړې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتو په عالي کمیشنرۍ (یو ان‌ اچ‌ سی‌ آر) کې د موقت ثبت د اسنادو درلودونکي هم په نیول سوو کسانو کی شامل دي.

دغه سفارت همدارنگه له افغانانو څخه د بډو د اخیستلو او د هغوی د کورونو د تلاشیو په هکله رپوټونو له امله هم اندیښنه ښودلې ده.

اړوند:افغان مهاجر: په پاکستان کي که ويزه ولرې که نه ، نیول کيږي

له څو ورځو راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې هم له افغان مهاجرو سره د پاکستان د پولیسو د بد چلند او د هغوی د نیولو په هکله انځورونه لاس په لاس کیږي. په دغو تصویرونو ليدل کیدونکي ځیني مهاجر وايي چې د پاکستان پولیسو د افغان مهاجرو پر کورونو هجوم ور وړی او پرته له دې چې دې ته پام وکړي چې آیا د اقامې اسناد لري او که نه، هغوی نیسي.

طالبانو، د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتو له عالي کمیشنرۍ (یو ان‌ اچ ‌سی‌ آر) او نورو بشري حقونو له بڼسټونو څخه غوښتي چې په دې برخه کې مداخله وکړي.

دغه نیونې په داسي وخت کې ترسره کیږي چې د طالبانو له ادارې سره د پاکستان اړیکي، د پاکستاني طالبانو يا تحريک طالبان پاکستان ډلې پرسر، ډیری ترینگلي سوي دي او ځینی وختونه په سرحدي شخړو اوښتي دي.

اسلام آباد ادعا لري چېپاکستاني طالبان  (تی ‌تی ‌پی) د افغانستان په خاوره کې له خپلو پټنځایونو څخه په استفادې سره، په پاکستان کې ځیني بریدونه سازماندهي کوي، خو پر افغانستان باندي د طالبانو حاکمې ادارې دغه تورونه رد کړي دي.

آیا د افغانستان او پاکستان اړیکې به لا پسې ترینګلې شي؟

Gulghuty Popal
ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.