1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهپاراگوای

پاراګوای: بيلجيم ته د بورې په محموله کې ۴ ټنه کوکاين کشف شوي

۱۴۰۳ تیر ۲۷, چهارشنبه

د پاراګوای چارواکو اعلان کړی دی چې دومره ډېر مقدار کوکاين یې نيولي دي چې د هيواد په تاريخ کې یې بېلګه نشته. چارواکو تر څلور ټنه ډېر کوکاين موندلي چې د بورې په هغه محموله کې ځای پر ځای شوي ول چې بيلجيم ته ليږدول کیدله.

https://p.dw.com/p/4iOY6
په راګوای کې د مخدره موادو د نیولو له پاره چاپه
د اروپا په بندرونو کې تېر کال تر ۳۰۰ ټنو ډېر کوکاين نيول شوي ول چې له دې څخه یې ۱۲۱ ټنه  يوازې د بيلجيم په تر ټولو ستر بندر انتويرپ کې ونيول شول.انځور: Jorge Saenz/AP Photo/picture alliance

د پاراګوای د مخدره موادو پر ضد مبارزې د «سيناد» په نوم آژانس د پلازمينې اسونسيون په بندر کې د ۴۰۱۳ کيلو کوکاينو د نيولو اعلان کړی دی. ويل شوي دي چې دغه کوکاين د بورې د هغو بوجيو په منځ کې پټ کړل شوي ول چې په پام کې وه بيلجيم ته وليږدولې شي.

سيناد ادارې د سې شنبې په ورځ وويل، چې تر څلورو ټنو ډېرو دې کوکاينو به په اروپا کې څه نا څه ۲۲۰ ميليون يورو ارزښت لرلی وای.

اروپا او امريکا متحده ایالات په لاتين امريکا کې په عمومي توګه په کولمبيا، پيرو او بوليويا کې د جوړېدونکو کوکاینو ستر بازارونه دي.

د ملګرو ملتونو د يوه تازه رپوټ په حواله دا چې قاچاق وړونکي پلټونکي غلط کړي، اروپا ته د قاچاق له پاره د پاراګوای، ارجنتاين او يا برازيل د مسير يا لارې اهميت په ډېريدو دی.

قاچاق وړونکو ته سګنال

د پاراګوای ولسمشر سانتياګو پينا، خبريالانو ته وويل چې د «خوږوالي» په نامه عملياتو په چوکات کې دغه بې ساري موندنه په پاراګوای کې د يو لړ «ډېرو خواشینوونکو پېښو» برخه ده، په داسې حال کې چې د مخدره موادو قاچاق وړونکي هڅه کوي چې د ستراتيژيکي پلوه مناسب موقعيت لرونکي دې هېواد څخه ناوړه ګټه اخلي.

هغه وويل، چې هيله لري د کوکاينو په دومره ډېر مقدار کې نيول به د دغه مخدره موادو تجارت اخلال کړي. پينا، همدا راز وويل چې پوليس یې د مسئولينو د نیولو هڅه کوي.

پوهه: آیا په مخدره موادو د روانی ناروغیو درملنه کیدای سي؟

پينا، په هېواد کې د امنيت ټینګولو د هلو ځلو د پراخولو ژمنه وکړه او ویې ویل: «زما په آند دا منظمو شويو ډلو ته دا سګنال استوي چې پاراګوای د ترانزيت په توګه ونه کاروي: دوی به له داسې چارواکو سره مخامخ شي چې هوډمن دي او په همغمږي شوې طریقه کار کوي.»

هغه زياته کړه: «بانډونه به نه وتوانيږي له هغه کنتروله تير شي چې موږ یې کوو.»

تېر کال په اروپا کې په ډېره اندازه کوکاين نيول شوي ول

د اروپا په بندرونو کې تېر کال تر ۳۰۰ ټنو ډېر کوکاين نيول شوي ول چې له دې څخه یې ۱۲۱ ټنه  يوازې د بيلجيم په تر ټولو ستر بندر انتويرپ کې ونيول شول. په تېر يعني ۲۰۲۳م کال کې نيول شوی دا مقدار د ۲۰۲۲م کال په پرتله ۱۰ سلنه ډېر وو.

د هالند د روتردم ستر بندر اروپا ته د مخدره موادو د داخليدو يوه بله اصلي نقطه ده.

ب. ص/ ن. ز (AP, dpa, EFE)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب