1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایکوادرو: بلجیم ته ۸،۸ ټُنه پلان سوي کوکاین نیول سوي

۱۴۰۱ اسفند ۸, دوشنبه

پولیسو په ایکوادور کي ۸،۸ ټُنه کوکاین نیولي دي، کوم چي بلجیم ته په نظر کي نیول سوي او په کانتینرونو کي د کیلو په کارتنونو کي ځای پرځای سوی وه. د دغو کوکاینو ارزښت ۳۳۰ ملیونه ډالره ښوول سوی دی.

https://p.dw.com/p/4O2Kz
Symbolbild I Drogenhandel Kokain
انځور: Marcus Brandt/dpa/picture alliance

د ایکوادور یوه نماینده، فاوستو سالیناس پرون یکشنبه پخپل تویتر کي لیکلي، چي دا د سږکال په جریان کي د کوکاینو د نیول کیدو ډیر لوړ ریکارډ ؤ. هغه همدارنګه وویل، چي « موږ د دې مخنیوی وکړ، چي په ۹۰ ملیونو دوزو کي د ۳۳۰ ملیونو ډالرو په ارزښت په اروپا کي خرڅ سي». 
ایکوادور د کولمبیا او پیرو تر منځ پروت دی، کوم چي د کوکیاینو لوی تولیدونکی هیوادونه دي. ایکوادور په ۲۰۲۱ م کال کي تقریبأ ۲۱۰ ټُنه کوکاین ضبط کړي وه، کوم چي اروپا ته ترانسپورټ کیدله. په ۲۰۲۲ م کال کي یې بیا تقریبأ ۲۰۰ ټُنه کوکاین ضبط کړي وه، کوم چي د کیلو په کارتنونو کي ځای پر ځای سوي او اروپا ته انتقالیدله.