1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل د ملګرو ملتونو پر پریکړې لیک شدیده نیوکه کړې

۱۴۰۱ دی ۱۱, یکشنبه

بنیامین نتانیاهو چې یو ځل بیا د اسرائیلو د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی، د اسرائیل له خوا د فلسطیني سیمو د اشغال په اړه يې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسمابلې پر پریکړې شدید انتقاد کړی دی.

https://p.dw.com/p/4LcBB
Israel Jerusalem neue Netanjahu-Regierung im Knesset
انځور: AMIR COHEN/REUTERS

مخکې تر دې د ملګرو ملتونو سازمان په ډنهاګ کې د جزا د نړیوالې محکمې له خوا د هغو فلسطیني سیمو په اړه د ارزیابۍ ترسره کولو پریکړه کړې وه چې د اسرائیلو له خوا له ۱۹۶۷م کاله راهیسې په دوامداره توګه تر اشغال لاندې دي.

نتنياهو د شنبې په ماښام وویل: «لکه د اسرائیلو پر ضد د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د سلګونو نورو پریکړه لیکونو په شان د اسرائیلو حکومت د ننۍ پریکړې په مقابل کې هم ځان مکلف نه بولي. د اسرائیلو ولس خپله خاوره نه ده اشغال کړې او نه یي هم خپله ابدي پلازمېنه بیت المقدس».

یهودي ناقلین په بیت المقدس کي د يوې کليسا مځکه اخلي

د اسرائیل د بهرنیو چارو نوي وزیر الي کوهن، هم «د اسرائیلو ضد یوې پریکړې، چې ترهګر سازمانونه او د یهودي ضد منع کړای شوي BDS غورځنګ ملاتړ کوي» خبره کړې ده.

د دې برخلاف بیا د فلسطین لومړي وزیر محمد اشتیه د «فلسطیني ولس د یوه نوي بریا او د ملي خپلواکۍ او آزادۍ پر مسیر د یوه عادلانه هدف» خبره کړې ده.

د جمعې په ورځ ۸۷ هیوادونو دې پریکړه لیک ته مثبت، ۲۶ یي په مخالفت کې او تر ۵۰ ډیرو بیا ممتنع رایه ورکړه. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ډنهاګ کې د جزا له نړیوالې محکمې وغوښتل چې د اسرائیلو له خوا د «اشغال دوام، ښارګوټو جوړونه او د فلسطیني سیمو الحاقونه» دې و ارزوي. د اسرئیلو د ښارګوټو جوړونې سیاست ډیر شخړیز دی.اسرائیلي پوځ د حماس مرکزونه بمبار کړي

د ۲۰۱۶م کال په پای کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له اسرائیل څخه غوښتنه کړې وه چې د بیت المقدس له ختیځ سره د فلسطین د اشغال شوو سیمو یوځای کول او د ښارکوټو جوړولو لړۍ دې په بشپړ ډول ودروي.

اسرائیل و په ۱۹۶۷م کال کې د نورو ترڅنګ لویدیځه څنډه یا کرانه باختر او ختیځ بیت المقدس تر خپل کترول لاندې راوست. اوسمهال په دغه ځای کې تر ۶۰۰ زرو ډیر په ښارګوټو کې میشت کړای شوي اسرائیلیان ژوند کوي.

فلسطینیان دغه سیمې د عربانو تر کنترول لاندې د یوه مستقل هیواد د تشکیل له پاره په ختیځ بیت المقدس د پلازمېنې په توګه د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي. په داسې حال کې چې اسرائیل بیا خپل د ښارګوټو جوړونې په سیاست کې هیڅ ډول قانوني سرغړونه نه ويني.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا