1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

پاکستاني طالبانو په روژه کې د عملیاتو پیلولو اعلان کړی

۱۴۰۱ فروردین ۱۱, پنجشنبه

پاکستاني طالبانو د روژې په میاشت کې د امنیتي ځواکونو پر ضد د پسرلنیو عملیاتو د پیلولو اعلان کړی دی. دغې ډلې تر دې دمخه د شپږو پاکستاني امنیتي سرتیرو د وژلو ادعا کړې وه.

https://p.dw.com/p/49Ggp
Taliban
انځور: dapd

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوت کې لیکلي دي چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) چې له افغان طالبانو سره ګډې ریښې لري او یوه جلا ډله ده، په وروستیو میاشتو کې خپل بریدونه ډیر کړي دي.

د پاکستان حکومت له دغې وسله والي ډلې سره تیر کال څو وارې مذاکرات تر سره کړل، خو د یو میاشتنې اوربند وروسته دغه لړۍ بیا تمدید نه شوه.

د پاکستاني طالبانو سخت دریځي ډلې ویاند محمد خراساني، د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې پسرلني عملیات به د روژې میاشتې په لومړۍ ورځ پیل شي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې په دغه عملیاتو کې به د ځانمرګي بریدونو سربیره «غلچکي بریدونه، ماینونه، ځوابي بریدونه، هدفي بریدونه او د لیزر او پټه نخښه ویشتونکو عملیات شامل وي.»

د فرانسې خبري آژانس رپوټ زیاتوي چې وروسته له هغې چې افغان طالبانو بهرنیو جنګیالیو ته د افغانستان د پریښودو ویلي پاکستاني طالبان پر حکومت فشار راوړي چې جنګیالیو ته له معافیت سره خپلو ټاټوبو ته د بیرته ورګرځیدو اجازه ورکړي. زیاته شوې ده چې د پاکستاني طالبانو له لوري ډیر کم پسرلني عملیات ترسره کیږي.

د پاکستاني طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو اعلان وروسته له هغې وشو چې د پاکستان پوځ وویل چې یاغیانو هڅه وکړه چې په سویلي وزیرستان کې پر یوه مرکز باندې یرغل وروړي. په دغه پيښه کې د شپږو امنیتي ځواکونو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی. د دغه برید مسئولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستی وو، چې پکې له ۳۰ زیاتو عسکرو د وژل کیدو او ټپي کیدو ادعا شوې وه.

یاغیان زیاتره مهال مقابل لوري ته د اوښتي زیان په اړه له مبالغې څخه کار اخلي او همداشان د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې هم د دوی ځواکونو ته اوښتی زیان کم ښيې. 

د طالبانو دغه اعلان په داسې وخت کې کیږي چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان، له پارلمان څخه د باور رای اخیستلو سره مخامخ دی، چې په ۲۰۱۸م کال کې واک ته تر رسیدو وروسته یې پر وړاندې یوه ستره ننګونه ګڼل کیږي.

یاد خبري آژانس په خپل تفصیلي رپوټ کې لیکلي دي چې د پاکستان پخوانۍ قبایلي سیمي د ټي ټي پي، په څیر ډلو ټپلو پاخه مرکزونه وو.

خو په ۲۰۱۴م کال کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو په ترڅ کې هغوی د سیمې پریښودو ته اړ شو او ځینې یې افغانستان ته واوښتل.

خو له هغه وخته چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، دغې ډلې یو ځل بیا په پاکستان کې په بریدونو پېل وکړ.

پاکستاني طالبان او حکومت د تیر میلادي کال په نومبر میاشت کې په یوه میاشتني اوربند سلا شوي ول. خو د دسمبر میاشتې پر لسمه نېټه دغه اوربند تمدید نه شو، ځکه چې وسله والو یاغانو پر حکومت د اوربند د شرایطو د نه پوره کولو تور لګاوه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب