1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: له افغانستان څخه په شوي برید کې پنځه پوځیان وژل شوي

۱۴۰۰ بهمن ۱۸, دوشنبه

پاکستان وايي چې د افغانستان له خاورې څخه د خیبر پښتونخوا په کُرمه ولسوالۍ کې د دوی يوه پوسته په نښه شوې ده. وروسته له دې چې تحریک طالبان پاکستان له حکومت سره د اوربند له موافقې څخه وتلی دی دا ډول بریدونه ډیر شوي دي.

https://p.dw.com/p/46d0t
Afghanistan Gefechte mit Taliban
انځور: AA/picture alliance

د پاکستان د عامه اړیکو ادارې (آی اس پي آر) له خوا د خپرې شوې اعلامیي پر اساس ترهګرو د افغانستان له خاورې څخه دننه د خیبر پښتونخوا په کُرمه ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې ډزې کړي دي چې پنځه پوځیان پکې وژل شوي دي.

د اعلامیې پر اساس د پاکستان امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ترهګرو ته زیان اړولی دی، خو کومې آزادې سرچینې د دې خبرې پخلی نه دی کړی.

د اطلاعاتو پر اساس برید کوونکو د افغانستان له خوست ولایت څخه د انګور تنګي د تالاشۍ پوسته په نښه کړې وه او د متقابلو ډزو لړۍ د ماښام له نږدې ۸ بجو پيل شوې وه او د شپې تر ناوخته پورې څو ساعتونه یي دوام وکړ. په دې برید کې د ډیر شمیر پاکستاني پوځیانو د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی دی. په وژل شوو کې د ناهید اقبال په نامه یوه ۲۳ کلنه سرتیرې هم شامله وه.

د پاکستان تحریک طالبان ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمنځ تیر کال په نومبر میاشت کې د اوربند یوه موافقه لاسلیک شوې وه، خو یوازې څو ورځې یي دوام وکړ او له هغه وخت راهیسې د دغې ډلې له خوا په بریدونو کې زیاتوالی رامنځته شوی دی.

د برید غندنه

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې د یکشنبې (د فبرورۍ میاشتې ۶ نیټه) په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: «د نړیوال سرحد له هغې غاړې د افغانستان له خاورې څخه دننه ترهګرو په کرمه ولسوالۍ کې پر پاکستاني پوځیانو ډزې وکړې.»

په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «پاکستان د ترهګرو له خوا د دغه هیواد پر ضد فعالیتونو له پاره د افغانستان د خاورې کاریندنه، په سختو ټکو غندي او تمه لري چې د افغانستان موقتي حکومت په راتلونکي کې د پاکستان پر ضد د داسې فعالیتونو ترسره کیدو ته اجازه ور نه کړي.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید هم په یوه بیانیه کې ویلي دي: «د طالبان حکومت باید د خپلو ژمنو پر اساس د سرحد له پورې غاړې څخه د ترهګرو د دا ډول بریدونو مخه ونیسي.»

پوځ ویلي دي چې د افغانستان له دننه څخه څو واره ترهګرو د افغانستان-پاکستان سرحدي موانعو یا اغزن سیم ته د زیان رسولو کوښښ کړی دی. د آی اس پي آر په بیانیه کې ویل شوي دي چې د پاکستان پوځ د ترهګرو پر ضد د خپلو سرحدونو دفاع ته ژمن دی :«زموږ د زړورو ځوانانو قربانۍ، زموږ اراده لا زیات غښتلې کوي.»

په افغانستان کې د امریکا له ملاتړ څخه د برخمن محمد اشرف غني حکومت تر نسکوریدو او طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته په پاکستان کې په چټکۍ سره په ترهګریزو بریدونو کې زیاتوالی رامنځته شوی دی. خو د طالبانو حکومت دا خبره رد کړې ده چې ډزې د افغانستان له خاورې څخه شوې وې.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ نورو هیوادونو او په ځانګړي توګه خپلو ګاونډیو هیوادونو ته ډاډ ورکوو، چې هیڅ چاته به د افغانستان له خاورې څخه د یو چا پر خلاف د استفادې کولو اجازه ور نه کړي.»

د خیبر پښتونخوا کرمه ولسوالي په تیرو وختونو کې هم د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو مرکز پاتې شوی دی، خو له تیرو څو کلونو راهیسې هلته امنیتي وضعیت یو څه ښه شوی وو. د دې ولسوالې یوه برخه د افغانستان خوست ولایت او دویمه یي له ننګرهار ولایت سره سرحد لري.

څو ورځې مخکې له افغانستان سره پر پوله بلوچستان ایالت کې یاغیانو دوه بریدونه کړې وو. د پاکستاني پوځ په حواله په دغو بریدونو کې ۲۰ یاغیان او ۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي. د چهارشنبې په ورځ شوو دغو بریدونو مسئولیت د بلوچستان بېلتون غوښتونکو پوځ په نامه یاغي ډلې پر غاړه اخیستی و.

د امنیتي چارواکو په حواله په تیرو اونیو کې د پاکستان په ډېرو سیمو کې د ترهګریزې پيښو او هدفي وژنو په شمیر کې زیاتوالی رامنځته شوی دی. امنیتي ځواکونه نه یوازې په سرحدي سیمو، بلکې په ښارونو کې هم په نخښه کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز