1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ويلي د داعش ۱۱ غړي یې وژلي دي

۱۴۰۰ شهریور ۹, سه‌شنبه

د پاکستان د ترهګرۍ ضد قطعې له خوا په بلوچستان ایالت کې د داعش ډلې پر يوه پټنځای د چاپي پر وخت نښته شوې او په دې ترڅ کې د دغه ډلې ‍۱۱ غړي وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3zjPQ
Pakistan Soldaten
انځور: Picture alliance/Photoshot/Asad

د پوليسو په حواله پېښه د بلوچستان ایالت په مستونګ سيمه کې رامنځته شوې ده. زياته شوې چې دغه قطعې د استخباراتي معلوماتو په رڼا کې د داعش پر وسله والو چاپه وهلې ده.

يادې ډلې په دې وروستيو کې دوه پاکستاني پوليس وژلي ول. پوليسو زياته کړې چې د چاپې په ترڅ کې ځانمرګي واسکټونه، لاسي بمونه او نوري وسلې ضبط شوې دي.

د ترهګرۍ ضد قطعې د دې عملياتو په اړه نور جزيات او د وژل شويو د هويت په اړه معلومات نه دي ورکړي. د ترهګرۍ ضد قطعه يوه ځانګړې قطعه ده چې د وسله والو ډلو پر ضد مبارزه کوي.

د داعش بيا مطرح کېدل او پاکستان ته متوجه خطرونه

اسلامي دولت يا داعش ډلې د بلوچستان په مرکز کوېټه کې په دې وروستیو کلونو کې د يو شمیر بریدونو پړه منلې وه. په بلوچستان کې بلوچ بيلتون غوښتونکي هم وخت په وخت بريدونه کوي، خو د داعش برعکس بيا دغه ډله پر شيعه اقليت د بريدونو کومه سابقه نه لري.

ب. ص/ ن. ز (APE)