1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

د داعش بيا مطرح کېدل او پاکستان ته متوجه خطرونه

۱۴۰۰ شهریور ۶, شنبه

کابل کې د داعش د خراسان څانګې تر خونړیو بریدونو وروسته په ځينو پاکستاني کړیو کې د انديښنو څپې را پورته کړي دي. د دفاعي چارو شنونکو په اند که داعش بیا سر را پورته کړي، نو په مختلفو ډولونو د پاکستان امنیت ته خطر پيښولی شي.

https://p.dw.com/p/3zbNc
Pakistan Islamischer Staat Führer Hafiz Saeed
انځور: picture-alliance/dpa/TTP

پاکستان د مذهبي شخړو تاریخ لري او په دغه هیواد کې یو شمیر داسې مذهبي ډلې موجودې دي چې له داعش سره د نظر ورته والی لري. څو کاله مخکې د پاکستان د تحریک طالبان یو شمیر مشران له دې ډلې سره یوځای شول او تر هغې وروسته څو ځله په دغه هیواد کې پر زیارتونو او پر شعیه مذهبو بریدونه وشول.

د بی ثباتۍ خطر

د دفاعي چارو شنونکی جنرال امجد شعیب وایي چې د داعش له سر را پورته کولو سره په پاکستان او افغانستان کې د بی ثباتۍ خطر زیاتیږي. نوموړي دویچه ویله ته وویل: «څه موده مخکې د طالبانو یو شمیر مشران داعش سره یوځای شوي ول او دغې سخت دریځې ډلې په پاکستان کې پر زیارتونو او د شعیه ټولنې پر یو شمیر غړو بریدونه کړي ول. اوس د دوی له بیرته سر را پورته کولو سره به د دا ډول بریدونو خطر زیات شي چې دا په پاکستان کې د بې ثباتۍ خطر هم زیاتوي او د دې سربیره د دغې ډلې له امله ټولنیز جوړښت ته هم زیان اوښتلی شي.»

دغه پاکستاني جنرال وایي چې په دې کې هیڅ شک نشته چې په دې سیمه کې د داعش له پاره فعالیت کوونکي د چین، روسیې او پاکستان مخالفین دي: «د دې یوه لویه برخه داسې ده په کوم کې چې د چیچنیا، داغستان پورې تعلق درلودونکي او د چین لویدیځې سیمې پورې تعلق درلودونکي ترهګر دي چې سوریې ته د جګړې له پاره تللي و او وروسته بیا دوی افغانستان ته راوړل شول.»

په پاکستان کې د تروریستي مسائلو څیړونکي ژورنالیست حسن عبدالله وایي چې پخوا د لشکر جهنګوي غړو له داعش سره یوځای په افغانستان کې پر شعیه مذهبو بریدونه کړي ول.

حسین عبدالله دویچه ویله ته وویل: «په پاکستان کې هم دا خطر موجود دی چې دوی به له هغوی سره یوځای شي او په ګډه به بریدونه وکړي چې له امله یي په پاکستان کې د بی ثباتۍ فضاء رامنځته کیدای شي. پر دې سربیره هم داسې ډیر شمیر کسان شته چې له هیڅ کومې مذهبي ډلې پورې تړلي نه دي، خو د داعش له نظریاتو څخه اغیزمن کیدلی شي او کیدای شي د هغوی له پاره کار وکړي.»

Afghanistan | Explosion Kabul Airport
د کابل پر هوایي ډګر برید کې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې دهانځور: ASVAKA NEWS/REUTERS

د داعش موجودیت

هغه وایي چې دا ډول کسان په پاکستان کې د اورکزيئ ایجنسي سربیره په یو شمیر نورو سیمو کې هم موجود دي. که څه دوی د شمیر له پلو ډیر نه دي، خو بیا هم د پاکستان امنیتي ځواکونو ته ستونزې زیږولی شي: «په سوریې کې د رپوټ ورکولو پر مهال ماته یوې ترهګرې ډلې وویل چې دلته نږدې ۱۵۰ تنه پاکستاني جنګیالي موجود ول. دوی په لومړي سر کې یو سخت دریځه ګوند کې شامل شوي ول او بیا یي په داعش کې غړیتوب ترلاسه کړ. خو داسې ویل چې دوی په پاکستان کې موجود نه دي یقیناً دا به غلطه خبره وي. دوی په پاکستان کې موجود دي، خو دا خبره ده چې د شمیر له لحاظه دوی دومره زیات نه دي.»

حسن عبدالله وایي چې د داعش نظریات له یوې ډیرې خطرناکې فلسفې څخه سرچينه اخلي: «هغوې له ځان پرته ټول مرتد ګڼي او په دغو مرتدینو کې القاعده، طالبان او ډیر شمیر مسلمانان شامل دي. له دې امله دغه فلسفه ډیره تکفیري ده او دا ډیر درز پیدا کولی شي. داعش د مشخصو کسانو د په نښه کولو او په کوچنۍ کچه د ترهګریزو بریدونو وړتيا لري. سربیره پر دې دوی دمګړی غيرفعال خو پټ او امر ته په انتظار پلويان هم لري، چې د پاکستان امنیت ته خطرونه پيښولی شي. »

آیا پاکستان له دې ننګونې سره مقابله کولی شي؟

د سائنس او ټکنالوژۍ له پاره د پاکستان د ملي پوهنتون د امنیت او ثبات له نړیوالې ادارې څخه ډاکتر بکاري نجیم الدین په دې آند دی چې د داعش له سر را پورته کولو سره به د پاکستان ثبات له امنیتي ننګونو سره مخامخ شي، خو دا به داسې ننګونې نه وي چې پاکستان یي کنترولی نه شي. هغه دویچه ویله ته وویل: «د داعش هم نظره ملګري دلته هم شته او له دې سره په پاکستان کې امنیتي مسائل را ټوکیدلی شي او کیدای شي د هیواد پر زیارتونو او پر شعيه او نورو مذهبي اقلیتونو بریدونه هم وشي، خو دا چې د پاکستان پوځ پخوا هم له داسې وضعیت سره مخامخ شوی دی او د کلونو راهیسې یې پر وړاندې جنګیږي، نو د دا ډول مسایلو مقابله کولی شي.»

عبدالستار/ ش.ن/ا.و.ا