1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: د «آی اس آی» له پاره نوی مشر ټاکل شوی

۱۴۰۳ مهر ۲, دوشنبه

د يوې امنيتي سرچينې او يوه تلويزيون په حواله، پاکستان، جنرال محمد عاصم ملک، د خپلې استخباراتي ادارې «آی اس آی» د نوي مشر په توګه ټاکلی دی. يادو سرچينو ويلي دي چې نوموړی به د سبتمبر له ۳۰مې نيټې څخه په دنده پېل وکړي.

https://p.dw.com/p/4kyxh
د پاکستان بیرغ
پاکستان، جنرال محمد عاصم ملک، د خپلې استخباراتي ادارې «آی اس آی» د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.انځور: Maksim Konstantinov/Russian Look/IMAGO

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې تر اوسه په دې اړه په سملاسي توګه پوښتنو ته ځواب نه دی ويلی، خو دا خبر په داسې حال کې ورکول کيږي چې د پاکستان استخباراتي اداره «آی اس آی» د خپل سياسي نقش له کبله د شديدو انتقادونو سره مخامخ ده.

د آی اس آی يو پخوانی مشر جنرال فيض حمید، د پخواني لومړي وزير عمران خان، د سياسي داعیې د ملاتړ په تور نيول شوی دی. عمران خان، چې دمګړۍ په زندان کې دی، بيا بيرته تور لګوي چې د برحاله مشر نويد انجم، په مشرتوب دا اداره د نوموړي پر ضد کارول شوې ده.

يو شمیر قاضيانو قاضي القضات ته په يوه پرانيستی لیک کې چې په رسنيو کې نشر شوی هم دی، ليکلي دي چې د آی اس آی جاسوسان پر دوی فشار اچوي چې د قضيو په ترڅ کې د عمران خان، پر ضد فيصله وکړي.

جنرال محمد عاصم ملک څوک دی؟

هغه امنيتي سرچینې چې د آی اس آی د نوي مشر د ټاکل کیدو په اړه یې معلومات درلودل، رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې جنرال محمد عاصم ملک، چې دمګړۍ په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکزي دفتر کې د بشري سرچینو په برخه کې کار کوي، د امريکا متحده ایالاتو د فورت ليون وورت څخه فارغ دی. نوموړی به د سپتمبر میاشتې پر ۳۰ مه نيټه د آی اس آی د نوي مشر په توګه په کار پېل وکړي.

د «جيو نیوز» سيمه ایز تلویزيوني کانال هم ورته رپوټ ورکړی دی.

په پاکستان کې د آی اس آي د مشر پست د کورني سیاست، پوځ او بهرنيو اړيکو په تقاطع کې د پاکستان له ډېرو مهمو پوستونو څخه يو دی.

که څه هم چې په تخنيکي توګه د آی اس آی مشر لومړي وزير ته ځواب ورکوونکی وي، خو د پاکستان د پوځ د مشر له خوا کنتروليږي.

د پخواني لومړي وزير عمران خان، او پوځ ترمنځ په ۲۰۲۱م کال کې د آی اس آی د مشر د ټاکل کیدو پر سر جنجال ښايي د لوړپوړو جنرالانو سره د نوموړي د اړيکو د خرابيدو باعث ګرځيدلی وي چې په نتيجه کې یې خان، د صدراعظمۍ له مقامه ګوښه کړل شو.

د پاکستان پوځ چې پر قاضيانو د فشار اچولو خبره او همدا شان په سياست کې هر ډول نقش ردوي، له ۱۹۵۸م کال راهېسې یې تر دريو لسیزو ډېره موده پر پاکستان حکومت کړی دی او د هېواد د سياست په مهمو ساحو کې یې لا خپل واک ته دوام ورکړی دی.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

د پاکستان د حکومت پر ضد مارش