1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان ته د باور رايه؛ آيا راتلونکی یې په خطر کې دی؟

۱۴۰۱ فروردین ۱۱, پنجشنبه

د پاکستان په پارلمان کې عمران خان ته د باور یا بې باورۍ رايې پر تحريک بحث کيږي. د دې بحث په پایله کې امکان لري چې عمران خان د څوکۍ پرېښودو ته اړ شي.

https://p.dw.com/p/49H5M
Pakistan Premierminister Imran Khan
انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

د لومړي وزیر عمران خان پر وړاندې د باور يا بې باورۍ د رايې اچونې دغه تحريک په ټول هېواد کې یو ډول د سياسي بحران فضا رامنځته کړې ده. اپوزيسيون وايي چې عمران خان د اقتصاد په پياوړي کولو نه دی توانيدلی او همدا راز د بهرنۍ تګلارې په ډګر کې هم ناکام شوی دی.

د عمران خان د حکومت د ناراضو غړيو او اوس د متحده قومي غورځنګ يا ام کيو ام د غړيو له خوا د اپوزيسيون د ملاتړ کولو تر اعلان وروسته د دې خبرې امکان ډېر دی چې کيدای شي صدراعظم د باور يا بې باورۍ تحريک له لارې له خپلې دندې ليرل کړل شي.

ام کيو ام هم له اپوزيسيون سره يوځای شوی

د پاکستان پر وخت د مازیګر پر څلورو بجو به په پارلمان کې په دې اړه بحث پيليږي او تر راتلونکې دوشنبې پورې بايد پرې رايې اچونه ترسره شي.

پرون، چهار شنبه د عمران خان ائتلافي ګوند ام کيو ام غړيو له اپوزيسیون سره د يوځای کيدو اعلان وکړ. د پاکستان معتبرې «ډان» ورځپاڼې په خپله يوه مقاله کې ليکلي چې «داسې و انګېرئ چې صدراعظم نور په واک کې نه دی.»  په دې ورځپاڼه کې پر ام کيو ام د نيوکې په پار راغلي چې که تاريخ ته کتنه وکړو نو ام کيو ام چې په هر ځای کې خپله ډېره سياسي ګټه وويني، له هماغه لوري سره يوځای کيږي.

څو ورځې ترمخه د پاکستان تحريک انصاف واکمن ګوند ناراضه غړيو د اپوزيسيون سره د يوځای کيدو اعلان کړی وو چې تر هغه وروسته اپوزيسيون له عمران خان څخه د استعفا غوښتنه کړې وه خو هغه ته نزدې وزیرانو یې ويلي وو چې خان به په هر صورت کې تر پای پورې مبارزه وکړي.

سياسي بې ثباتي

که چېرې عمران خان د خپل مقام پريښودو ته مجبور شي نو په هېواد کې روان سياسي بحران به ښايي نور هم شديد شي. پاکستان دمګړۍ له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او د هېواد امنيتي وضعيت هم حساس دی. وسله وال له دې وضعيت څخه ګټه پورته کولی شي. څه موده وړاندې د «داعش» تندلارې ډلې په پېښور کې له يوه بريد سره ښوولې وه دغه ډله په پاکستان کې هم فعاله ده.

د پاکستان او امریکا د اړیکو د لا ترینګلتيا امکان؟

تېره ورځ د تحريک طالبان پاکستان ډلې يا ټي ټي پي په يوه بريد کې د پاکستان پوځ شپږ غړي وژلي ول. طالبانو د دې بريد د پړې په قبلولو سره ويلي ول چې دوی به د روژې په مياشت کې د پاکستان امنيتي ځواکونه هدف وګرځوي.

آيا د پوځ سره د اړيکو ترنګلتيا د بحران سبب شوه؟

په پاکستان کې يو شمير شنوونکي وايي چې عمران خان له پوځ سره د ترنګلتيا له کبله دې حال ته رسيدلی دی. د شنوونکو په آند وضعيت هغه وخت د خرابيدو پر لور ولاړ کله چې د عمران خان او پوځ ترمنځ د آې اس آې د مشر په دنده د ګمارنې پر سر خبره راغله.

هغه وخت داسې ويل کیدل چې عمران خان غوښتل د آې اس آې د مشر په توګه د جنرال فيض حميد کاري موده وغځوي خو پوځ په دې څوکۍ د جنرال نديم احمد انجم د مقرريدو پلوي کوله. بالاخره عمران خان ومنله چې نديم انجم پر دې دنده وګمارل شي.

خو د پاکستان پوځ تل دا ډول تورونه ردوي. پوځ هم اوس وايي چې عمران خان ته د باور يا بې باورۍ د تحريک په ترڅ کې هيڅ نقش نه لوبوي.

عمران خان يوه بهرنۍ توطيه هغه ته د سياسي ستونزو له پاره ګرم وبلله خو که بهرنۍ توطيه وي او که د پنجاب د وزير اعلی د مقام قرباني، له دې بحران څخه د عمران خان راوتل مشکل ښکاري. د پنجاب وزير اعلی له دې کبله د پاکستان مسلم ليګ «ق» ګوند مشر ته خپل مقام پريښوده چې ګوند به یې په پارلمان کې له عمران خان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

پاکستاني طالبانو په روژه کې د عملیاتو پیلولو اعلان کړی

که چېرې عمران خان د بې باورۍ يا عدم اعتماد د دې تحريک له لارې له دندې ليرې شي، نو هغه به د پاکستان لومړی صدارعظم وي چې پر وړاندې یې دا ډول يو تحريک بريالی کيږي. د دې ترڅنګ به نوموړی د پاکستان د هغو ټولو لومړيو وزيرانو په ليست کې شامل شي چې هيڅکله یې هم د صدراعظم په توګه خپله کاري دوره نه ده پوره کړې.

بينش جاويد، دويچه ویله اردو