1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې تر سیلابونو وروسته د روغتیایي کړکېچ خطر

۱۴۰۱ شهریور ۱۰, پنجشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان او محلي چارواکي وایي چې پاکستان کې د سیلابونو په پایله کې د ناپاکه اوبو له امله رامنځته کیدونکي ناروغۍ په چټکۍ سره خپریږي او په دغو سیمو کې سلګونو زره ماشومان او امیدواره ښځې له خطر سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/4GJYB
Pakistan | Überschwemmungen
انځور: Shakeel Ahmad/AA/picture alliance

پاکستاني چارواکو او د روغتیا نړیوال سازمان په پاکستان کې تر سیلابونو وروسته د روغتیايي کړکېچ په هکله خبرداری ورکړی دی. د وروستیو سیلابونو په پایله کې تر اوسه پورې ۱۱۶۰ کسان مړه شوي او تر ۳ میلیونو ډیر اغیزمن شوي دي.

ملګري ملتونه: سونو زره ښځې او ماشومان په خطر کې دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي دي چې د پاکستان په سیلاب ځپلو سیمو کې په سلګونو زره ماشومان او امیدواره ښځې له خطر سره مخامخ دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

یونیسف ویلي دي چې ماشومان د ناپاکه اوبو له امله رامنځته کیدونکو ناروغیو ترڅنګ د خوړو د کمښت له ستونزې سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق (UNFPA) په حواله په سیلاب ځپلو سیمو کې نږدې ۶۰۰ زره امیدواره ښځې رواني او روغتیایي خدماتو ته سخت ضرورت لري.

تمه کیږي چې راتلونکي میاشت په سیلاب ځپلو سیمه کې نږدې ۷۳ زره امیدواره ښځې ماشوم وزیږوي. دوی د مسلکي نرسانو ترڅنګ، د نوي زیږیدلي ماشومانو د پالنې له پاره قابلو ته اړتیا لري.

له اوبو څخه د خپریدونکو ناروغیو خپریدل

په پاکستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازې داکتر پلیتتیا مهیپالا ویلي دي دوی د روغتیا له سیمه ایزو چارواکو سره په بیړه او اغیزمن ډول کار پیل کړی دی. مهیپالا وویل: «له سیلاب څخه اغیزمنو شویو پورې ژر تر ژره د روغتیایي خدماتو د رسولو تضمینول زموږ د کارونو په لومړيتوب کې دي، څو د ناروغیو څارنه بهتره او خپریدل یي کنترول کړای شي.»

پاکستان: د سيلابونو د لا ډيرېدو خبرداری؛ د مړو شمیر له زرو اوښتی

سربیره پر دې ۸۸۸ روغتونونه او کلینیکونه په بشپړ ډول ویجاړ او یا هم زیانمن شوي دي. زیربناو ته اوښتي زیان روغتیایي خدماتو ته د اغیزمنو شوو کسانو لاس رسی ستونزمن کړی دی.

ډبلیو اچ او، د اوبو په سبب رامنځته کیدونکو ناروغیو په چټکۍ سره خپریدو له امله خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش لادمخه ویلي دي چې د جون مياشتي له نیمايي څخه په پاکستان کې د روانو شدیدو ورښتونو له امله د دغه هیواد یو پر دریمه برخه تر اوبو لاندې شوې ده.

له سیلابونو څخه د تر ټولو زیات اغیزمن شوي ایالت سنده د روغتیا وزیرې ډاکټري عذرا پيچوهو، وویل چې د حکومت له خوا په اغیزمنو شوو سیمو کې ۴۲۱۰ سیار روغتیایي مرکزونه جوړ شوي دي، څو د ناپاکو اوبو د څښلو له امله اغېزمن شوو کسانو او جلدي ناروغانو سره بیړنۍ مرستې وشي. په پاکستان کې ډاکټرانو هم تر سیلاب وروسته په پراخه پيمانه د رواني صدماتو موارد ثبت کړي دي.

په سیلاب ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات

پاکستاني چارواکي د ژغورنې په عملیاتو کې د پوځ، مرستندویه کارکوونکو او رضاکارانو ملاتړ لري. محفوظو ځایونو ته د اغېزمنو شوو کسانو د رسولو عملیات جریان لري. د پوځي هلیکوپترونو په وسیله د خلکو د ژغورنې او خلکو ته د خوراکي موادو د رسولو لړۍ روانه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د ناروغیو د خپریدو له خبردارۍ یوه ورځ مخکې پاکستاني چارواکو وویل چې د سیلابونو له امله د ویجاړو شوو سیمو د بیارغونې له پاره نږدې ۱۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز