1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د سيلابونو د ډيرېدو خبرداری؛ د مړو شمیر د زرو اوښتی

۱۴۰۱ شهریور ۶, یکشنبه

د خبري آژانسونو د رپوټونو پر اساس، د پاکستان په سيلابونو کې ۱۰۳۳ کسان مړه شوي دي. چارواکي وايي يوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۹ کسان مړه شوي او خبرداری ورکوي چې سيلابونه به د دې هیواد سیند ایالت ته هم ورسيږي.

https://p.dw.com/p/4G9GS
Pakistan Regen Überschwemmungen
انځور: Zahid Hussain/AP Photo/picture alliance

د پاکستان د طبيعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (NDMA) د دوشنبې په ورځ وويل چې یوازې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۹ کسان د سیلابونو له امله مړه شوي دي. دې سره په دغه هیواد کې په سيلابونو کې د مړو شمیر ۱۰۳۳ ته رسېدلی دی.

ياده پاکستانۍ اداره زياتوي په دغو سيلابونو کې په څه باندې دوه ميليونه هکتاره ځمکې کې کرل شوې کروندې له منځه تللي، د ۳۴۵۱ کيلومترو په اوږدوالي سړکونه تخريب شوي او ۱۴۹ پلونه هم اوبو وړي دي.

د رپوټونو پر اساس یادو سیلابونو تر ټولو ډير زیانونه د پاکستان په خیبر پخښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې رامنځ ته کړي دي. چارواکو خبرداری ورکړې چې تمه ده په راروانو څو ورځو کې به د سیلابونو لړۍ د دې هیواد سيند ایالت ته ورسیږي او دا به د هغو ميلیونونو خلکو ستونزې لا ډيرې کړې چې تر اوسه له سيلابونو اغیزمن شوي.

په پاکستان کې سېلابونه؛ حکومت له نړيوالو د مرستي غوښتنه کړې

Pakistan Überschwemmungen in weiten Teilen des Landes
د رپوټونو پر اساس سیلابونو تر ټولو ډير زیانونه د پاکستان په خیبر پخښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې رامنځ ته کړي ديانځور: Amer Hussain/REUTERS

د پاکستان په شمال کې سيندونو ته د نژدې سيمو اوسيدونکو ته امر شوی چې له خطرناکو سيمو څخه ووځي. د پاکستان د پوځ چورلکې او ژغورونکې ډلې لا هم امن سیمو ته د زیانمنو کسانو پر راوښکلو بوخت دي.

د عمر رفيق په نوم يوه ژغورونکي د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې «خلکو ته د سهار په شاوخوا درې يا څلورو بجو وويل شول چې له خپلو کورونو څخه ووځي.»

رفیق زیاته کړه: «کله چې د سيلابونو اوبه سیمه لاندې کوي، په هغه صورت کې موږ باید ښځې او ماشومان وژغورو.»

په پاکستان کې د جون مياشتې راهیسې ويجاړونکي ورښتونه او سيلابونه ادامه لري. پاکستاني چارواکي وايي دغو سيلابونو له ۳۳ ميليونو ډير کسان اغیزمن کړي دي چې دا په هرو ۷ پاکستانيو کې یو کس کيږي. په دغو ورښتونو کې تر اوسه نژدې يو ميليون کورنه يا بشپړ تخريب او يا سخت زیانمن شوي دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د جمعې په ورځ ملي بيړنی حالت اعلان کړ او پوځ ته ېې امر وکړ چې د پاکستان ملکي ادارو سره مرستې وکړي او دغه راز ېې روغتونونو ته سپارښتنه وکړه چې د لوړ خبرداري په حال کې واوسي.

پاکستان کې سیلابونه؛ د پانګوالو پر کردار بحثونه

Pakistan Regen Überschwemmungen
د پاکستان پوځ د سيلاب ځپلو د ایستلو او هغوی سره د مرستې پر مهالانځور: ISPR Balochaistan

د پاکستان د طبيعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره سږني سيلابونه د ۲۰۱۰ کال سيلابونو سره پرتله کوي چې په کې له ۲۰۰۰ ډير کسان مړه شوي ول او نژدې پنځمه برخه د پاکستان تر اوبو لاندې شوې وه.

زياته شوې چې په ډيرو سیندونو کې د اوبو سطحې د سيندونو له څنډو اوښتي دي چې له امله ېې په یوه سيمه کې د يوه ۵۰۰ اتاقه هوټل په ګډون ېې ګڼ شمیر ودانۍ لاندې کړي دي. د ياد هوټل خاوند نصیرخان چې د ۲۰۱۰م کال په سيلابونو کې هم سخت زیانمن شوی وو د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې هر څه ېې له لاسه ورکړي دي. هغه وويل چې سيلابونو د ده د «هوټل پاتې برخه هم وړې ده.»

که څه هم په سویلي آسیا کې کلني موسمي ورښتونه د کرهڼې د خړوبولو او د سېندونو او بندونو د ډکولو له پاره مهم دي، خو دغه ورښتونه هرکال ځاني او مالي زيانونه او ویجاړۍ هم پر ځای پريږدي.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.

دلته يو انځوريز البوم هم کتلی شئ.