1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا او لوېديځ فشار: د عمران خان څرګندونو بحثونه پارولي

۱۴۰۰ تیر ۱۰, پنجشنبه

له چين سره د دوستۍ په تړاو د امريکا او لوېديځ د فشار په اړه د پاکستان د لومړي وزير څرګندونو بحثونه راپارولي دي. ځیني انتقاد کوونکي وايي چې عمران خان په دې اړه خپل دريځ په دې ډول بايد نه وای څرګند کړی. خو هغه څه ويلي؟

https://p.dw.com/p/3vrZB
Flagge Pakistan und USA
انځور: Getty Images/AFP/M. Ralston

د  پاکستان لومړي وزير عمران خان له يوه چينايي تلویزيون سره په مرکه کې ويلي ول چې پر اسلام آباد فشار دی چې دغه هيواد دې د چين او لوېدیځ ترمنځ يو غوره کړي او د چين په تړاو دې خپله تګلاره بدله کړي.

عمران خان په دې مرکه کې زياته کړې وه چې په سيمه کې د سترو ځواکونو ترمنځ د خپلو ګټو د خوندي کولو پر سر مخالفت روان دی، خو اسلام آباد به له چين سره په اړيکو کې د بدلون له پاره هیڅ فشار ته سر ټيټ نه کړي، ځکه چې چين په هره ستونزه کې د پاکستان ملاتړ کړی دی.

پر پاکستان څرنګه فشار دی؟

د پاکستان په عمومي او ټولنیزو رسنيو کې د دې مرکې په اړه ډېر تود بحث روان دی. د دفاعي چارو شنونکی متقاعد ميجر جنرال اعجاز اعوان وايي چې پر پاکستان بېلا بېل فشارونه دي.

نوموړي له دويچه ويلي سره په خبرو کې وويل: «ولسمشر جو بايدن چين ته د امريکا د يوه په اصطلاح دښمن په سترګه ګوري او امريکا غواړي چې د چين اقتصادي پرمختګ و دروي. له همدې کبله پر پاکستان د سي پېک پروژې ختمولو له پاره فشار دی.»

سي پېک د سړکونو او ريل ګاډو يوه پروژه ده چې چين د پاکستان او منځنۍ آسيا له لارې له اروپا سره وصلوي.

اعجاز اعوان همدا راز زياته کړه: «امریکا غواړي چې موږ چين ته د هند سمندر ته د رسېدو لاره ور نه کړو، کومه چې موږ د ګوادر په شکل کې ورکړې ده. امريکا همدا راز غواړي چې پاکستان واشنګټن ته پوځي اډې ورکړې. پر کشمیر د هند تسلط ومني او اسرائيل هم په رسميت وپيژني.»

خو پاکستان په دې وروستيو کې په وار وار ويلي دي چې امريکا ته پوځي اډې ور نه کړي. لومړي وزير عمران خان د چهار شنبې په ورځ پارلمان ته د وينا پر وخت هم وويل چې هیواد به یې په افغانستان کې د پوځي عملياتو له پاره امريکا ته پوځي اډې ور نه کړي.

هغه زياته کړه: «موږ د سولې په برخه کې مشارکت ته چمتو يوو، خو له امريکا سره په شخړو کې مشارکت نه شو کولی.»

پاکستان نه غواړي امريکا ته نظامي هوايي اډه ورکړي

«امريکا تل له پاکستانه استفاده کړې»

د دفاعي چارو شنونکی اعجاز اعوان زياته کړه چې امريکا پاکستان يوازې د خپلو ګټو له پاره کارولی دی. هغه وويل: «موږ طالبان د مذاکراتو ميز ته کيښنول. امريکا له عبدالغني برادر سره مذاکرات وکړل او پاکستان یې د دې موخې له پاره وکاراوه او اوس يې تر شا پريښود.»

نوموړي زياته کړه: «امريکا په سيمه کې هند ته په ډېر اهميت قايل دی. د نوي ډيلي د قابو کولو له پاره موږ يوه ستراتيژيک شريک ته اړتيا لرو چې امريکا دغه شريک نه دی. له دې کبله له چين سره زموږ اړيکي بايد همداسې وي او پر دې به هیڅ ډول فشار د زغملو نه وي.»

Pakistan Islamabad | Imran Khan, Premierminister
عمران خان ويلي د چين سره د اړيکو په اړه به د امريکا فشار ته سر ټيټ نه کړيانځور: Saiyna Bashir/REUTERS

خو يو شمیر شنونکي په دې آند دي چې عمران خان په سفارتي چارو کې دومره سپينه وينا بايد نه وای کړې.

پاکستان له پاره د چین او افغانستان اهمیت او د امریکا اړيکې

شنونکی متقاعد جنرال امجد شعيب وايي د عمران خان څرګندونې حقيقت دي، خو طرز یې نامناسب وو. د هغه په خبره سفارتي معاملې ډېرې پيچلې وي او خبرې دومره مستقمې نه کيږي، بلکې دا ډول خبرې د بهرنيو چارو وزارت له لارې مطرح کيږي.

نوموړي زياته کړه چې د پاکستان له پاره دا ممکنه نه ده چې د امريکا او چين څخه د يوه اړخ ونیسي.

«د چين له دوستۍ بايد لاس وا خيستل شي»

خو ځيني انتقاد کوونکي بيا وایي چې پاکستان که هر څومره لويي ادعاوې وکړي بيا هم مجبور دی چې د امريکا غوښتنې ومني، ځکه د هيواد د ناوړه اقتصادي وضعيت له کبله حکومت بله لاره نه لري.

د پېښور پوهنتون د سيمه ایزو مطالعاتو د مرکز پخوانی مشر پروفيسر ډاکتر محمد سرفراز خان وايي چې پاکستان بايد د چين له دوستۍ لاس واخلي.

هغه زياته کړه: «د لومړي وزير عمران خان څرګندونې يوازې نمايشي دي چې موخه یې له چين څخه د مالي مرستو ترلاسه کول دي. خو په پای کې به مجبوره وي چې د امریکا خبره ومني. پاکستان لا دمخه له چين سره يو څه واټن نیولی دی او پر سي پيک کار درېدلی دی. په راتلونکي کې بايد دا واټن نور هم زيات شي.»

عبدالستار، اسلام آباد

زموږ له آرشيف څخه: