1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان له پاره د چین او افغانستان اهمیت او د امریکا اړيکې

۱۴۰۰ فروردین ۴, چهارشنبه

د امریکا ولسمشر جو بایډن یو وار بیا له پاکستان سره د همکارۍ بهترولو پر خپلې ژمنې ټینګار کړی دی. د پاکستاني کارپوهانو په حواله دا کار له امکانه لیري نه دی، البته یو څه ستونزې هم موجود دي.

https://p.dw.com/p/3r3XK
USA I Joe Biden I Emory University in Atlanta
انځور: Patrick Semansky/AP/picture alliance

په ملګرو متلونو کې د پاکستان پخوانی سفیر شمشاد احمد خان وایي چې د پاکستان او امریکا ترمنځ د دونالد ترمپ د واکمنۍ پر مهال خړ پړ شوې اړیکې عادي حالت ته د ستنیدو پر مخ روانې دي.

نوموړي دویچه ویله ته وویل: «کله چې جو بایډن مرستیال ولسمشر وو په هغه وخت کې هم په دې نظر وو چې پاکستان د سیمې یو مهم هیواد دی. امریکا د افغانستان په مسئله کې د پاکستان له همکارۍ با خبره ده. واشنګټن به له هند سره د نږدې اړیکو سربیره له اسلام آباد سره خپلې اړیکې خرابې نه کړي.»

شمشاد احمد خان زیاتوي چې دا خبره صحیح ده چې امریکا د چین چار چاپیره حلقه تنګوي، خو له اسلام آباد څخه دا تمه نه شي کولی چې د چین ضد کوم اقدام وکړي: «مونږ اوس په شپیتمه او اویایمه لسیزه کې نه یو. پاکستان اوس یو مستقل بهرنۍ تګلاره لري، په کوم کې چې چین یې یو ډیر لوی متحد دی. پاکستان به د هیڅ ډول فشار په نتیجه کې له چین سره خپلې اړیکې خرابې نه کړي.»

د پاکستان او هند ترمنځ تشنج کې کمښت

یو شمیر کارپوهان په دې فکر کې دي چې امریکا ته په نږدې کیدو سره به د پاکستان او چین مناسبات اغیزمن شي. د اسلام آباد په پریسټن پوهنتون کې د بهرنیو اړیکو له څانګې څخه داکتر امان میمن وایي چې پاکستان له هند سره هم د اړیکو ښه کول غواړي او په دې برخه کې امریکا مهم رول لري.

Kombibild Indien Pakistan | Narendra Modi und Imran Khan
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان او د هند لومړی ویر نریندر مودي

هغه وویل: «د پاکستان د ملي ورځې (یوم پاکستان) په مناسبت د هند لومړي وزیر نریندر مودي یو ځانګړی پيغام وکړ. له دې پيغام څخه معلومیږي چې د هند او پاکستان ترمنځ تشنج مخ پر کمیدو دی او امریکا په دې برخه کې مهم رول لوبوي.»

نوموړي زیاته کړه چې په داسې حالاتو کې به د پاکستان او چین ترمنځ په اړیکو کې هغه پخوانی جوش او خروش پاتې نه شي: «د سي پيک ټولې پروژې تقریباً لا پخوا بندې شوي دي. پاکستان به له چین سره اړیکې خرابې نه کړي، خو د تیر وختونو په څیر به نزدیوالی پاتې نه شي.»

الاسکا کنفرانس

د نړیوالو چارو د یو شمیر کارپوهانو په اند امریکا د چین چار چاپیره حلقې تنګولو په خاطر د جاپان، آسترالیا او هند څخه مرسته غواړي. د څارونکو په حواله دغه وضعیت کیدای شي د پاکستان له پاره چې له چین سره ډیرې نږدې اړیکې لري، پریشانه کونکی تمام شي.

د اسلام آباد په نسټ پوهنتون کې د نړیوال ثبات ادارې څخه داکټر بکاري نجم الدین وایي چې په دې وروستیو کې د الاسکا په کنفرانس کې دا خبره واضحه وه چې :«امریکا له آسترالیا، جاپان او هند سره په ګډه پر چین د حلقې تنګول غواړي او پاکستان په دې اتحاد کې شامل نه دی. په ظاهره کې داسې معلومیږي هغه اهمیت چې د بایډن په حکومت کې هند ته ورکول کیږي، شاید پاکستان یې ترلاسه نه کړای شي.» 

خو یو شمیر انتقاد کونکي په دې نظر دي چې که امریکا افغانستان له پامه وغورځوي، نو له دې سره به په پاکستان او سیمه کې ډیرې ستونزې پيدا شي.

Pakistan Treffen des Außenministers mit den Taliban
پاکستان ته د طالب پلاوي سفرانځور: picture-alliance/AP Photo/Pakistan Foreign Office

امریکا او افغانستان

یو شمیر کارپوهان په دې اند دي چې امریکا په افغانستان کې له خپلو ژمنو څخه د پر شا کیدو په حال کې معلومیږي او له طالبانو سره د شوې موافقتنامې په اړه هم پوښتنې راپورته کیږي چې له امله یې د پاکستان او امریکا اړیکي زیانمنیدلی شي.

د «کراچۍ پوهنتون» کې د نړیوالو اړیکو د څانګې پخوانی مشر داکتر طلعت ای، وایي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او هند غواړي د سولې مذاکرات تخریب کړي. نوموړی زیاتوي: «داسې معلومیږي چې امریکا په افغانستان کې د سولې په اړه پر خپلو ژمنو وفا نه کوي او یقیناً دا به طالبانو او اسلام آباد ته ټکان ورکړي. که داسې وشي نو افغان طالبان به پر پاکستان باور ونه کړي او یو ځل بیا به د مذاکراتو میز ته د دوی راوړل ستونزمن وي.»

عبدالستار: اسلام آباد/ ش.ن/ن.ز