1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

پاکستان او ايران غواړي مشترکه نلليکه بشپړه کړي

۱۴۰۲ مرداد ۱۲, پنجشنبه

پاکستان او ايران غواړي چې د نړیوالو بنديزونو باوجود د خپلې مشترکې نلليکې کارونه بشپړه کړي. پاکستان خپل اقتصاد ته دا يوه مهمه پروژه بولي.

https://p.dw.com/p/4UkEk
Erdölindustrie in Iran
انځور: Morteza Nikoubazl/NurPhoto/picture alliance

 د پاکستان د باندنيو چارو وزير، بلاول بوټو زرداري د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اګست ۳ نېټه) د ايران د خارجه وزير، حسين امير عبداللهيان سره ګډ خبري کانفرانس ورکړ.

بوټو زرداري د دواړو هيوادونو د مشترکې ګاز نلليکې د بشپړه کولو هوډ څرګند کړ. هغه وويل: «دغه پروژه د پاکستان د انرژۍ د اړتيا او د صنعت له پاره د شهرګ په شانته اهميت لري.»

دواړو مشرانو دا کنفرانس د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې ورکړ. بوټو زرداري وويل چې دواړه هيوادونه داسې امکانات لټوي چې د نړيوالو بنديزونو باوجوده دغه پروژه بشپړه کړي.

۲۵۰۰ کلومتره اوږدوالی

د انرژۍ د دغې نلليکې پلان له ۱۹۹۰ کالونو راهيسي موجود دی. تهران غواړي چې د دغه پروژې په ترڅ کې تر ۲۵۰۰ کلومترو اوږده دغه نلليکه جوړه کړي او په مرسته يې پاکستان ته ګاز ورکړي. د دغه کار له پاره د ايران پر اړخ اړينه بنيادي جوړښتونه بشپړ شوي دي. خو پر تهران د نړيوالو بنديزونو د لګول کېدلو وروسته اسلام آباد پر دغه پروژه کارونه ودرول.

ايران د ورباندې لګول شوو بنديزونو له کبله له نړيوال اقتصادي نظام څخه قطع شوی دی. دا د ايران د شخړيز اټومي پروګرام په تناظر کې. په زياته امريکا متحده ايالات او اسرائيل پر ايران تور لګوي چې ګواکې دغه هيواد غواړي چې اټومي وسلې جوړې کړي. خو ايران دغه تورونه ردوي او وايي اټومي پروګرام يې د ملکي استعمال له پاره دی.

تهران د محافظه پال ولسمشر ابراهيم رئيسي په حکومت کې د چين او روسيې په شمول د خپلو ګاونډي هيوادونو سره په تيرو کالونو کې خپلې اړيکې پياوړې کړي دي. ايران په سويلي امريکا او افريقا کې هم د اتحاديانو او تجارتي شريکانو په لټه کې دی.

آ./ا.ا./ن.ز.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل