1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ولي نوره هم راکمه شوې؟

۱۳۹۹ اسفند ۲۶, سه‌شنبه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د سړیدو له کبله دوه اړخیزه سوداګري مخ پر کمیدو ده. په همدې علت د دواړو لورو سوداګر له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

https://p.dw.com/p/3qgDI
Rückgang des pak-afghanischen Geschäfts
انځور: Faridullah Khan

د دواړو هیوادونو پر پولو پاکستاني سوداګر له سختو ستونزو سره مخامخ دي. د عصري سیستم د نشتوالي له کبله په تورخم کې په سلونو لارۍ څو ورځې همداسې ډکې ولاړې وي، چې له کبله یې سوداګر د ګټې پر ځای تاوان کوي. زیاتره پاکستاني سوداګر افغانستان ته له مالونو وړلو څخه ډډه کوي. افغانستان ته توکي لیږدونکي موټروانان او نوره عمله هم له سخت ذهني فشار سره مخامخ ده.

په سوداګرۍ کې دوامداره کمښت

له ۲۰۰۲م کال څخه تر ۲۰۱۲م کاله پورې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۳۳ میلیارده ډالرو ته رسید. تر دې وروسته په دغه لړۍ کې دوامداره کمښت راغلی. په ۲۰۱۹م کال کې دغه حجم ۱،۳۷ میلیارده ډالره وو او په ۲۰۲۰م کال کې ۳۶۹ میلیونه ډالرو ته راښکته شوی دی.

د آسانتیاوو نشتوالی

په تورخم کې د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې مشر محمد شفیق، د دویچه له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «د پارکنګ د نشتوالي له کبله له سامانه ډکې لارۍ د سړک پر غاړه دریدو ته اړي دي. پر پولو د تنکالوجۍ کمی دی، که له یوه اړخه د پاکستان کمزوري ده، نو له بل لوري د افغان حکومت پالیسي جوړونکي ادارې له سستۍ کار اخلي. که چیرې دواړه حکومتونه وغواړي نو دا مسایل په یوه اونۍ کې حل کیدی شي، ځکه چې پالیسۍ خو حکومتونه ټاکي.»

د سوداګرو ستونزې

موټروان شیر زمان، چې په تورخم کې بند پاته دی، وایي: «پخوا به له پيښوره تر کابله سفر اته ساعته وخت نیوه، خو اوس ستونزې دومره زیاتې شوي دي چې دغه سفر شپږ، اووه ورځې وخت نیسي.» په تورخم کې سوداګرو ته د بريښنا، انټرنېټ او سکینر سهولتونه نه شته. په افغانستان کې د تلاشیو په پوستو کې هم سوداګر له ستونزې سره مخامخ دي، چې له کبله یې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ منفي اغیز پریوځي.

 نورې سرحدي لارې دې هم پرانیستل شي

شنونکي په دې آند دي چې له دې وضعیته نور هیوادونه ګټه اخلي. د سوداګرۍ او صنعت خونې د فیدراسیون مشر حاجي غلام علي، د دویچه ویله ځایي خبریال ته ویلي دي: «د دواړو هیوادونو د ولس او سوداګرو دا هیله ده چې په سوداګرۍ او تګ راتګ کې دي آسانتیاوې رامنځ ته شي او د تورخم پر پوله د بیروبار له کبله دي نورې سرحدي لارې لکه غلام خان، نواپاس او چترال هم پرانیستل شي.»

فرید الله خان، پيښور

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب