1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان افغان تجارتي توکو ته هند ته د تيريدو لاره پرانیزي

۱۳۹۹ تیر ۲۵, چهارشنبه

پاکستان د واگه بندر له لارې هند ته د افغانستان د تجارتي توکو د انتقال اجازه ورکړې ده. د جولای له ۱۵ نیټې يعني نننۍ چهار شنبې څخه دغه لاره د افغان تجارتي توکو پر مخ پرانيستل کيږي.

https://p.dw.com/p/3fLdZ
Pakistan Wagah
انځور: AP

که څه هم چې پاکستان دا پريکړه د افغان حکومت تر ځانگړې غوښتنې وروسته کړې ده خو دا هم ويل کیږي چې دا گام  د اسلام آباد پر حکومت د نړيوال فشار په پايله کې پورته شوی دی.

په نوي ډهلي کې سرچينو ويلي دي چې پاکستان د واگه بندر له لارې هند ته د افغانستان څخه د تجارتي توکو د انتقال د اجازې سره د کوويد ۱۹ تر ناروغۍ مخکې وضعيت رامنځته کړی دی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د يوه تجارتي تړون پر اساس افغانستان کولی شي (د واگه بندر له لارې) هند ته خپل تجارتي مالونه او توليدات صادر کړي خو له هند څخه پر دې لاره توکي واردولی نه شي.

د کرونا ويروس د نړيوالې وبا وروسته پاکستان په مارچ میاشت کې د افغانستان او ايران په گډون له ټولو گاونډيو هېوادونو سره خپل سرحدونه وتړل چې له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت او همدا راز د واگه بندر له لارې له افغانستان څخه هند ته صادرات دريدلي ول.

پاکستان ويلي دي چې د افغانستان د تجارتي توکو له پاره د واگه بندر له پرانیستلو سره یې د دواړو هيوادونو ترمنځ د ترانزيتي تجارت تړون په ترڅ کې په ۲۰۱۰م کال کې د خپل منځي تجارتي تړون خپلې ټولې ژمنې پوره کړي. د دې تړون پر اساس افغان سوداگرو ته تر واگه بندره پورې د تللو اجازه ده او هغوی کولی شي له هغه ځایه خپل تجارتي توکي په لاريو کې هند ته واستوي.

د هند سوداگرو او تجارتي سازمانونو د پاکستان د دې پريکړې هرکلی کړی دی. د تجارت او صنعت د نړيوالې خونې د اتحادیې يوه لوړ پوړي غړي راجديپ سنگ اپل وويل: «موږ د پاکستان د دې پريکړې هرکلی کوو. د مي مياشتې په پای کې يوازې درې افغان لارۍ هند ته داخلې شوې وې او تر هغه وروسته هیڅ لارۍ نه ده راغلې.»

India Delhi | Gewürzmarkt
هند له افغانستان څخه ډیره وچه میوه او مصالې واردويانځور: DW/J. Akhtar

د هند د وچې میوې د ټولنې مشر انل مهرا وويل چې د پاکستان او هند ترمنځ د ۱۹۶۲ او ۱۹۷۱م کالونو د جگړو پر وخت د واگه له لارې د افغانستان او هند تجارت بند شوی وو. هغه زياته کړې: «پر پاکستان اوس د نړيوالو له خوا فشار اچول شوی چې دغه هيواد دې د افغانستان او هند ترمنځ د تجارت په لاره کې خنډونه نه اچوي.»

له افغانستان څخه د وچو میوو او مصالو يوه واردونکي سوداگر زبيد علي پر دې پرمختگ خوښې څرگنده کړه او ویې ويل چې افغانستان ته د ترانزيتي لارې د کارولو اجازه ورکول يو ډېر مناسب گام دی که نه نو د ديوالي يا هندوانو د مذهبي جشن تر مخه به د وچې ميوې بيه ډېره لوړه شوې وای.

د مهيش کمار په نوم يوه بل تاجر وويل چي د «مون سون په ورځو کې د افغانستان د بادامو تقاضا ډېره لوړيږي او په بازار کې یې بيه لا دمخه د کيلو په سر تر۹۰۰ هندي کلدارو لوړه شوې ده. که د واگه لاره نه وای پرانيستل شوې نو ډېر ژر به یې بیه د کیلو په سر ۱۲۰۰ روپو ته رسيدلی وای.»

اړونده موضوع:«پاکستان به د هند او افغانستان تر منځ تجارتي لارو په بندولو سره خپله زیانمن شي»

بل لوري ته د افغانستان د صنعت او سوداگرۍ وزارت هم د پاکستان د حکومت د دې پريکړې هرکلی کړی دی. د افغانستان د صنعت او سوداگرۍ وزارت په انترنت پاڼه کې ويل شوي: «موږ د پاکستان د حکومت د دې نيک او دوستانه گام هرکلی کوو او په دې آند يوو چې د تجارت د ودې او ترانزيتي اړيکو د قوي کیدو سره به د دواړو هيوادونو وگړو ته گټه ورسيږي چې همدا د دواړو حکومتونو له مهمو هدفونو څخه يو دی.»

هیره دې نه وي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دا گام د تجارت په برخه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ يو ستر پرمختگ بللی دی.

د تیرې دوشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه اعلاميه کې ويل شوي ول: «د افغان حکومت د ځانگړې غوښتنې په ځواب کې پاکستان هند ته د افغانستان د تجارتي توکو د انتقال په موخه د واگه بندر په پرانيستو سره د «افغان ترانزيت ټريډ» تړون پر اساس خپل مسئوليت پر ځای کړی دی.»