1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

آیا سپي سل په سلو کې د کرونا ویروس معلومولی شي؟

۱۳۹۹ آبان ۳, شنبه

فنلنډي تحقیق کونکو موندلې چې سپیان له بویولو سره کرونا وایروس معلومولی شي او د دې کار له پاره ډیر وخت ته ضرورت نه لري. خو بیا نو ولې له سپو څخه د دغې وبا پر ضد د مبارزې په برخه کې کار نه اخیستل کیږي؟

https://p.dw.com/p/3kNb9
Finnland Coronavirus Spürhunde am Flughafen Helsinki
انځور: Lehtikuva/Reuters

د فنلنډ پلازمېنې هلسنکي په هوایي ډګر کې په یوه کوچني کابین کې د «کوسي» په نوم یو سپی د خپلې خوښې خوراک په بدل کې په عاجل ډول دا معلوموي چې کوم کس د کرونا پر ویروس اخته او کوم نه دی. دا په څو دقیقو کې کولی شي ټول هغه مسافر وپیژني چې د کرونا پر ویروس اخته دي.

د سپي د بوی کولو په وسیله په مسافرو کې د کرونا ویروس معلومولو طریقې سره به د مسافرو فزیکي جنجال کم شي چې اوس مهال دوی د پي سي آر په نوم د معاېنې له پړاو څخه تیریږي.

سپي څنګه کرونا ویروس معلوموي؟

که د یوه سړي په لاس او یا هم اورمیږ باندې یوه ټوټه یا دسمال ؤ سولول شي او هغه کس په تیرو پنځو ورځو کې د کوم بل داسې شخص سره په تماس شوی وي چې پر کرونا ویروس اخته وو، نو دغه سپی یي په بویولو سره پيژندلی شي، بی تفاوته ده چې دغه شخص د کرونا علایم ولري او که نه.

په هلسنکي کې پر حیواناتو د تحقیق کوونکي پوهنتون څیړونکې انا هیم یورکمان دویچه ویله ته وویل: «یو سپی د ډيرو انسانانو ژوند ژغورلی شي.» د یور کمان په حواله د هغوی په څیړنه کې سپو سل په سلو کې په سمه توګه ویروس پيژندلی دی.

Kossi, COVID Spürhund Covid-19
کوسي اته کاله دمخه په هسپانیه کې د څارویو په یوه استوګنځي کې وانځور: Pekka Koli/DW

د همدې په سپارښتنه «کوسي» چي يوه سپۍ ده، د هلسنکي په هوایي ډګر کې د ویروس د پيژندنې یا پر کرونا ویروس د اخته کس د معلومولو له پاره مؤظفه شوې ده. له کوسي څخه د یو شمیر نورو ناروغیو او طبي وضعیت د تشخیص په برخه کې هم کار اخیستل شوی دی.

د انا هیم یور کمان، په خبره کوسي یوازې په ۷ دقیقو کې زده کړل چې څنګه کولی شي په یو شخص کې د کرونا ویروس تشخیص کړي.

په پراخه پيمانه د کرونا ویروس په تشخیص کې له سپو څخه د کار اخیستې په برخه کې یو لوی خنډ بودیجوي مشکلات دي. دا په داسې حال کې ده چې د ونتا د مرستیال ښاروال په حواله په یوه میاشت کې په هوایي ډګر کې د کرونا پر معاېنو نږدې یو میلیونه یورو لګښت راځي چې ممکن په ژمي کې دری میلیونو ته ورسیږي. هغه وویل «سپي د دې په مقابل کې ډیر ارزانه تمامیږي.»

خو د هلسنکي حکومت اوسمهال د دې پروژې د عملي کولو په برخه کې ډیره لیوالتیا نه ښکاره کوي.

د سپو په مرسته د کورونا پر تشخیص یوازې په فنلنډ کې کار نه کیږي، بلکې په آلمان کې هم په دې اړه څیړنې روانې دي، خو تر اوسه پورې په عملي توګه ترې کار نه اخیستل کیږي.

دویچه ویله: ش.ن/۱.۱.