1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولڅ له محمد بن سلمان سره وکتل

۱۴۰۱ مهر ۲, شنبه

د خليج سيمې ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره د عربستان په بندري ښار جده کې وکتل. دواړو يو بل ته د السلام په ماڼۍ کې لاس ورکړ.

https://p.dw.com/p/4HIPn
Bundeskanzler Olaf Scholz reist in die Golf-Region
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

تر روغبړ او لومړۍ ليدنې وروسته فقط د بن سلمان او شولڅ تر منځ خصوصي خبرې او وروسته له نورو سره عمومي خبرې هم په نظر کې نيول شوې دي. د غرمې ډوډۍ هم په ګډه پلان شوې وه. د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د متحده آيالاتو د استخباراتو له خوا د سعودي د منتقد خبریال خاشقجي د هغه وحشتناک قتل مسئول بلل کيږي چې څلور کاله پخوا د سعودي په قونسلګرۍ کې په استانبول کې شوی وو.يوه سعودۍ د ټويټ له کبله په ۳۴ کالو بند محکومه سوه

خو د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د قتل مسئوليت ردوي. دغه قتل د سعودي عربستان د بالفعل واکمن د نړيوالې انزوا سبب ګرځېدلی وو او د سعودي عربستان او جرمني تر منځ اړيکې هم يو څو کلونه ترينګلې شوې وې. د آلمان د صدراعظم سفر اوس د اړيکو د بېرته عادي کېدو نښه بلل کيږي.د سعودي د نفتو شرکت په درو میاشتو کې ۴۸.۴ ميليارډه ډالره ګټلي

د آلمان حکومتي وياند شتېفان هېبه شترايت تر سفر مخکې ويلي وو چې شولڅ غواړي د قتل موضوع هم په خپل سفر کې مطرح کړي. نوموړی همداراز غواړي چې په دغه شاهي دولت کې د بشري حقونو د وضعيت په هکله د سعودي عربستان له وليعهد سره خبرې وکړي. نور موضوعات د يمن جګړه، د سوريې او ايران وضعيت او همدا راز د آلمان او سعودي عربستان تر منځ تجارتي اړيکې دي، په تېره د انرژۍ په برخه کې اړیکې هم د بحث په موضوعاتو کې شامل دي.  

د آلمان خبري اژانس/ ن.ص / خ.ح