1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه سعودۍ د ټويټ له کبله په ۳۴ کالو بند محکومه سوه

۱۴۰۱ مرداد ۲۷, پنجشنبه

د سعودي عربستان يوې محکمې يوه ځوانه مېرمن د څو ټويټري پیغامونو خپرولو له کبله په ۳۴ کاله بند محکومه کړې ده. د جزا لامل د عامه نظم اخلال بلل سوی دی.

https://p.dw.com/p/4Fiuo
د سعودي عربستان په يو سرپټي بازار کي يوه باحجابه مېرمنه
د سعودي عربستان په يو سرپټي بازار کي يوه باحجابه مېرمنهانځور: Arno Burgi/dpa/picture alliance

د سلما الشهاب په نوم يوه سعودۍ له دې کبله محاکمه سوې او ورته د ۳۴ کالو بند سزا اورول سوې ده چي د ټويټر پاڼه يې لرله او د فعالينو مطالب يې څارل او پر خپلي ټويټر پاڼي يې شريک کول.

د بشري حقونو مدافع سازمان (GCHR) د سعودي عربستان د اړوند څارنوال له تورونو څخه په اقتباس ويلي دي چي پر دغې مېرمني تور ؤ چي پر ټويټر يې په خپل فعاليت سره په دغه هيواد کي «ټولنيز او دولتي امنيت بې ثباته» کړی ؤ.

په خواله رسنيو کي د فعاليت له پاره دا تر اوسه په ټوله نړۍ کي اورول سوې تر ټولو سخته سزا ده.

د مېرمنو د حقونو له پاره مبارزه

د دوو ماشومانو دغه مور په ټويټر کي صرف ۲۶۰۰ فالوور يا تعقيب کوونکي لري. هغې په دوامداره توګه داسي پوستونه کول چي په محافظه پال هيواد سعودي کي يې د مېرمنو د حقونو دفاع کوله. هغې د ۲۰۱۹م کال په يوه پيغام کي ليکلي ول: «زه بې عدالتي ردوم.» هغې د ۲۰۲۰م کال په آخر کي هغې «له پدرسالارۍ څخه د زندانيانو د آزادولو» غوښتنه هم کړې وه. د دويمې محکمې قاضيانو و دغې مېرمني ته د سختي سزا اورولو په استدلال کي د ترهګرۍ ضد مبارزه هم ياده کړې ده.

يادي مېرمني ته په لومړۍ محکمه کي د شپږو کالو سزا اورول سوې وه چي پکښي درې کاله يې د تعليقي بند ول. خو د استناف د محکمې پرېکړه چي د اګست پر ۹مه نېټه اعلان کړل سوه، د مخکنۍ فيصلې په پرتله ډېره سخته وه.

په دغه فيصله کي نه يوازي دغه مېرمن په ۳۴ کلن بند محکومه سوې ده، بلکي ورباندي له بند څخه د راوتلو وروسته د ۳۴ کالو له پاره له هيواد څخه پر وتلو هم بنديز لګول سوی دی. د محکمې د دغې فيصلې پر ضد د هيواد په ستره محکمه کي تر ۳۰ ورځو پوري عريضه کيدلای سي.

سعودي: په یوه ورځ کې ۸۱ تنه اعدام شوي

خپل هيواد ته سفر او نيول کېدنه

دغه مېرمنه چي د انګلستان په ليډس پوهنتون کي د غاښونو په طب کي د دوکتورا محصله ده، د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ مياشت کي خپل هيواد سعودي عربستان ته په استراحتي سفر تللې وه. الشهاب په سعودي کي ونيول سوه. د دغې مېرمني يوې ملګرې ويلي دي چي الشهاب هيڅکله فکر نه کاوه چي پر ټويټر د هغې فعاليت دي يوه ستونزه وي. د الشهاب دغې ملګرې و فرانس پريس خبري آژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي: «د هغې نيول کېدنې موږ ټول ډېر حيران کړو.»

لندن مېشته د بشري حقونو سازمان (ALQST) د الشهاب پر ضد د دومره اوږد بند د سزا اورول غندلي دي. د سعودي عربستان د اوسني پاچا شاه سلمان د زوی او ولي عهد محمد بن سلمان له خوا په سعودي کي د يو شمېر اصلاحاتو تر څنګ د مېرمنو د حقونو په هکله هم اصلاحات رامنځته سوي دي. په دې ترڅ کي مېرمنو ته اجازه ورکول سوې ده چي موټر وچلوي. د دې تر څنګ مېرمنې په حجاب مکلفي نه دي. خو له بل اړخه د سعودي عربستان حکومت د مېرمنو د حقونو د فعالينو تر څنګ په مجموع کي د بل شانته فکر کوونکو او منتقدينو پر ضد پراخ کامپاين چلوي.

آ./ا.ا./ن.ز.


سعودي عربستان کې د نجونو د فوټبال لومړنی لیګ پیلیږي