1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوریا رهبر د اټومي وسلو د چټکي پراختیا غوښتنه کړې

۱۴۰۱ دی ۱۱, یکشنبه

د شمالي کوریا دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې د دغه هیواد رهبر کیم جونګ اون، په خپل هیواد کې د اټومي تاسیساتو او بین البراعظمي بالستیک توغندیو د توسعي او زیاتولي غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4LcJF
Nordkorea Kim Jong Un
انځور: KCNA VIA KNS/AFP

د کوریا د رسمي مرکزي خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ، کیم جونګ اون، د خپل واکمن ګوند د ۲۰۲۲م کال په وروستۍ غونډه کې د شمالي کوریا د حاکمیت او امنیت د تامین له پاره د «پریکړنده نظامي قدرت» په ضرورت ټینګار کړی دی.

کیم پر سویلي کوریا تور ولګاوه چې «غیر دقیق او خطرناکو وسلو جوړولو» ته لیوالتیا لري او له پیونګ یانګ سره د جګړې په خاطر د خپلې امادګۍ له پاره تبلیغ کوي.

د دغه خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ، د شمالي کوریا رهبر وویل چې دا کار د جګړې په ډګر کې د اټومي تکتیکي وسلو تولید ته پر اړتیا ټینګار کوي او «د دې هیواد د اټومي تاسیساتو د چټک زیاتوالي» غوښتنه یې وکړه.

امریکا: شمالي کوریا د روسیې پر کرایي پوځ وسلې پلورلي

کیم همدارنګه وویل چې امریکا متحده ایالات او سویلي کوریا هڅه کوي، د امریکا له اټومي تجهیزاتو څخه په استفادې، چې په دایمي ډول په سویلي کوریا کې مستقر دي، شمالي کوریا منزوي او خواشینی کړي. د شمالي کوریا رهبر دا موضوع د بشريت په تاریخ کې بی ساری وباله.

د سویلي کوریا د دولتي خبري آژانس د رپوټ پر بنست، کیم ژمنه وکړه چې د هیواد د اټومي ځواک د پياوړې کولو پروګرام د یوې برخې په توګه به د بین البراعظمي بالستیک توغندیو یو بل سیستم رامنځته کوي چې «اصلي ماموریت به یي د چټک متقابل اټومي برید» ترسره کول وي.

نوی کال له نوي آزموېنې سره

په ۲۰۲۲م کال کې په کوریا نیمه ټاپو کې پوځي تشنج کې د پام وړ زیاتوالي رامنځته شو. د سویلي کوریا پوځ وویل چې پیونګ یانګ د شنبې په ورځ دری د لنډ واټن توغندي آزمایلې دي او په دې ترتیب سره شمالي کوریا د سیمه ایز وخت مطابق د شپې ۲:۵۰ دقیقې د یوه نوي توغندي له آزموېنې سره ۲۰۲۳م کال ته داخل شو. دا په داسې حال کې ده چې ۲۰۲۲ م کال د توغندیو په توغول کیدو کې یو ریکورد ماتوونکی کال وو.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا