1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا وايي د توغنديو نوي انجينونه يې ازمويلي

۱۴۰۲ آبان ۲۴, چهارشنبه

شمالي کوريا وايي په برياليتوب سره يې د منځني واټن توغنديو د جامد سون توکو انجينونه ازمويلي. په دې سره ښايي د ياد هېواد د اتومي وړتيالرونکو وسلو ځواک لا پسې ډېر شي.

https://p.dw.com/p/4YpKc
د کوريا د توغنديو نوی ډول انجين
د کوريا د توغنديو نوی ډول انجينانځور: Korean Central News Agency/Korea News Service/AP/picture alliance

شمالي کوريا د توغنديو له پاره د جامد سون توکو سوځوونکو داسې انجينونو د ازموينې ادعا کوي چې د منځني واټن توغندي لېږدولي شي. دغه توغندي په لا سختۍ سره کشف کېدای او د دې وړتيا هم ښايي ولري چې په ګوام او جاپان کې د متحده آيالاتو پوځي اډو ته هم په بالقوه توګه ګواښ پېښ کړي.

د شمالي کوريا رسمي مرکزي خبري آژانس ويلي دي چې د هېواد پوځي څېړونکو د توغنديو دغه نوي انجينونه د شنبې او سه شنبې په ورځو ازمويلي دي. خو په رپوټ کې دا نه دي ويل شوي چې کله به د توغنديو دغه نوي سيستمونه بشپړ او استعمال ته چمتو شي.شمالي کوريا د سمندر په لور مارش توغندي توغولي دي

يادې تازه ازموينې د شمالي کوريا د هغو هڅو يوه برخه ده چې غواړي پرمختللې وسلې رامنځ ته کړي چې د شنونکو په اند له روسيې سره تسليحاتي همکارۍ ته هم لاره هواروي. دواړه هېوادونه دامهال له امريکا متحده آيالاتو سره په مخامخ ډول رقابت کوي.

د سه شنبې په ورځ شوی تېست داسې وخت ترسره شو چې د روسيې د طبيعي سرچينو وزير، الکساندر کوزلوف هم شمالي کوريا ته د خبرو له پاره ورسېد. خبرې د نامعلومو تجارتي اړيکو او د ټکنالوژيو د تبادلې په اړه ترسره شوې. په سپتمبر کې ولسشمر ولاديمير پوتين د شمالي کوريا له مشر، کيم جونګ اون سره هم کتلي ول. د شمالي کوریا مشر روسیې ته ورسید

کيم هغه وخت د روسيې ختيځ ته سفر وکړ چيري چې يې له توغنديو او پوځي تاسيساتو څخه ليدنه وکړه. له دې کبله داسې اندېښنې شته چې شمالي کوريا ښايي روسيې ته په اوکراين کې د جګړې له پاره مرمۍ ولېږي او په بدل کې د روسيې له خوا د ټکنالوژيو په برخه کې پوهه تر لاسه کړي چې له کيم سره مرسته کوي څو خپل اتومي پروګرام پياوړی کړي.کیم جونګ اون او پوتين پر کومو موضوعاتو خبرې وکړې؟

د شمالي کوريا موجوده د منځني واټن توغندي لکه هواسونګ ۱۲ ښايي د دې وړتيا ولري چې په پاسيفيک يا آرام سمندر کې د متحده آيالاتو ګوام اډې ته ورسيږي. خو هغه په مايع سون توکو کار کوي چې تر توغولو مخکې بايد په تېلو ډک کړل شي او ډېر وخت په تيار سی حالت کې نه شي پاته کېدلی.

د کلکو سون توکو توغندي بيا ژر استعمال ته چمتو کيږي او لېږد او پټول يې هم آسانه دي. په دې سره په تيوري کې د غليم له خوا د هغوی کشف او له منځه وړل هم سختيږي. وروستۍ ازموينې د شمالي کوريا له خوا بريالۍ بلل شوې دي، چې ښايي په راتلونکو اوونيو کې د نوي ډول توغنديو د ويشتلو ازموينې هم ترسره شي.

دغه خبره په سويلي کوريا کې د شخصي سېونګ انستيتوت شنونکي، چونګ سونګ چانګ کړې ده. دغه ډول توغندي ښايي په سيمه کې د امريکايانو پوځي اډو ته، په تېره بيا د ګوام او جاپان په ټاپوګانو کې ګواښ پېښ کړي. 

ای پي/ن.ص./ن.ز.