1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

شمالي کوريا بالستيک توغندی توغولی

۱۴۰۱ اسفند ۱, دوشنبه

جاپان ويلي دي چي دغه بالستيک توغندی د نوموړي هيواد د ختيځ ساحلونو اوبو ته نيژدې لگيدلي دي. دغه پيښه د جاپان پر غربي ساحلونو د شمالي کوريا د قاره يي توغنيدوڅو ورځي وروسته رامنځته سوې ده.

https://p.dw.com/p/4Nkqk
North Korea
شمالي کوریاانځور: KCNA/AP/picture alliance

د شمالي کوريا د رپوټونو له مخي د دوشنبې په سهار نور توغندي هم چي ويل کيږي بالستيک وه، فاير سوي دي. دغه توغندي د جاپان ساحل ته نيژدې لگيدلي دي.

د جنوبي کوريا د پوځ د اعلاميې له مخي چي د دغه هيواد د دولتي خبري آژانس له خوا خپره سوې، شمالي کوريا »د سوکچون له سيمي څخه د لنډ واټن ويشتونکي دوه بالستيک توغندي« توغولي دي.

د جنوبي کوريا د يونهاب خبري آژانس د رپوټ په حواله، شمالي کوريا وروسته اعلان وکړ «د څو دانه يې فير کولو له سيستم څخه يې دوې مرمۍ» فاير کړي دي.

د جاپان د دفاع وزارت ويلي چي دغه دواړه توغندي ختيځ سمندر ته چي د جاپان سمندر هم ويل کيږي او د کوريا نيمه ټاپو او جاپان ترمنځ موقعيت لري، رالوېدلي دي.

د يونهاب خبري آژانس رپوټ ورکوي چي د شمالي کوريا د رهبر خور، کيم يو جونگ د دوشنبې په سهار ويلي: دا په متحده ايالاتو پوري اړه لري چي شمالي کوريا څومره له آرام اوقيانوس څخه د فيرکولو د ميدان په توگه استفاده وکړي.

د توغولو پر وړاندي غبرگونونه څه دي؟

د جاپان د دفاع وزارت په دا وروستيو کي د شمالي کوريا له خوا د توغنديو توغول په کلکه غندلي دي.

دغه وزارت ويلي: «د بالستيک توغنيدو د توغولو په ګډون د شمالي کوريا دا ډول اقدامات، د جاپان، سيمي او نړيوالي سوله او ثبات له گواښ سره مخامخ کوي.« دغه وزارت زياتوي: »جاپان په کلکه اعتراض کړی او دغه اقدام يې په کلکه غندلی دی.»

د هند په حوزه او آرام سمندر کي د امريکا متحده ايالاتو رهبرۍ، د دغو توغنديو تر توغولو وروسته د جنوبي کوريا او جاپان څخه د دفاع له پاره، پر خپلي »اوسپنيزي« ژمني ټينګار کړی او زياته کړې يې ده چي په دې اړه له متحدينو سره منځگړيتوب روان دی.

د امريکا متحده ايالاتو پوځ ويلي: «په داسي حال کي چي موږ ارزيابي کړې چي دغه پيښه د متحده ايالاتو د خاوري او سرتيرو او يا هم متحدينو له پاره کوم خطر نه پيښوي، خو د دغو توغنيدو توغول، د شمالي کوريا د ډله ايزو وژنو د غير قانوني وسلو د برنامو او توغنيدو د بې ثباته کولو اغيز په گوته کوي.»

GP/NZ/AG