1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نايجيريا: د مدرسې په لسونو ماشومان تښتول شوي

۱۴۰۰ خرداد ۱۰, دوشنبه

په نايجيريا کې يو ځل بيا له يوې مدرسې څخه په لسونو ماشومان تښتول شوي دي. د تښتونې په دې پېښه کې يو تن وژل شوی هم دی. دې نوې پېښې داسې اندېښنې راپارولي چې کيدای شي په هېواد کې يو ځل بيا امنيتي وضعيت خراب شي.

https://p.dw.com/p/3uCpK
Symbolbild Entführung Schüler Nigeria
انځور: Sunday Alamba/picture-alliance/AP

پېښه د نايجيريا په مرکزي ښار تيګينا کې رامنځته شوې ده. د چارواکو او ځايي خلکو د معلوماتو په حواله اختطاف کوونکي چې پر موټر سايکلونو سپاره ول، ښار ته په داخليدو سره یې ډزې وکړې چې په پایله کې یې يو تن وژل شوی دی.

تر دې وروسته هغوی مدرسې ته داخل شوي دي. د مدرسې د يوه مشر په حواله چې نه یې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، د بريد پر وخت په مدرسه کې کابو ۲۰۰ ماشومانو موجود ول چې ځينې یې په تېښته بريالی شوي ول.

هغه زياته کړه چې لومړی هغوی تر «سلو ډېر ماشومان ونيول» خو بيا یې وروسته هغه چې ډېر کوچني ورته ښکاره شول، له څلورو تر دولسو کلونو ترمنځ ماشومان، آزاد کړل. د مدرسې دغه مشر زياته کړه چې له دې کبله په دقيقه توګه نه شي ويلی چې څومره ماشومان تښتول شوي دي.

په تېرو کلونو کې ورته پېښې

دا پېښه د ۱۴ محصلينو تر آزاديدو يوه ورځ وروسته شوه چې کابو شپږ اوونۍ تر مخه تښتول شوي ول. دغه محصلين د اپريل پر شلمه نېټه په کادونا کې له «ګرينفيلد پوهنتون» څخه تښتول شوي ول. په دې پېښه کې د پوهنتون يو کارکوونکی وژل شوی هم وو.

له شلو تښتول شويو څخه یې پنځه تنه بيا د پېسو تر غوښتنې وروسته ووژل شول، څو پر نورو کورنيو يې فشار ډېر کړي.

Nigeria Abuja | Greenfield Universität | Entführte Studenten
د کانودا ګرينفيلد پوهنتون چې په اپريل مياشت کې شل محصلين تښتول شوي ولانځور: Nasu Bori/AFP/Getty Images

د کادونا ایالت چارواکو د تښتول شويو محصلينو له والدينو څخه د پېسو د نه ورکولو غوښتنه کړې وه څو نور بيا د تښتونې دغه ډول پېښو ته زړه ښه نه کړي. د افريقا په دې هېواد کې په تېرو کلونو کې تل زده کوونکي او محصلين اختطاف کیږي.

په ۲۰۱۴م کال کې د بوکو حرام ترهګرې ډلې له خوا د ښوونځي د ۲۷۶ نجونو د تښتونې پېښې ډېره توجه جلب کړې وه. 

د اضطراري حالت غوښتنه

چارواکي چې دغه ډلي د «غلو» په نامه يادوي، زده کوونکي او محصلين تښتوي څو یې په بدل کې پېسې ترلاسه کړي. دغه ډلې همدا راز د چورچپاول او څارويو د غلا مسؤليت هم لري.

دغه ډلې زياتره کومه سياسي انګیزه نه لري او يوازې د پېسو له پاره دا کار کوي خو له جهادي ګروپونو سره یې د همکارۍ په اړه اندېښنې شتون لري. دغه جهادي ډلې له کلونو راهيسې د نايجيريا په شمال ختیځ کې د يوه اسلامي دولت د رامنځته کولو له پاره جنګیږي.نایجیریا د شریعت تر نافذیدو شل کاله وروسته؛ خلک اوس څه وايي؟

دې تازه پېښې يو وار بيا داسې اندېښنې راپارولي چې کيدای شي په ټول هيواد کې امنيتي وضعيت يو ځل بيا ډېر خراب شي. د لاګوس اسقف الفريد اديواله مارتينس د نايجيريا له حکومته د اضطراري حالت د قوانينو نافذولو غوښتنه وکړه. ۶۱ کلن ادیواله ټینګار وکړ چې له ګډوډۍ څخه د هيواد د ژغورنې په موخه دا اقدام اړين دی.

په دې منځ کې د هيواد پر سياستوالو نيوکې هم ډېرې شوي دي او د پولیسو او ملکي کسانو د قتل او همدا راز د پوليسو د مرکزونو د سوځولو په اړه هم انديښنې ډېرې شوي دي.

اسقف اديواله مارتينس وويل چې د تشدد پر ضد مبارزه کې بايد امنيتي چارواکي ژوره همکاري سره ولري او د کليساو او مسجدونو د ټولنو سره ديالوګ ترسره کړي او همدا راز مدني ټولنه او دودیز حاکمان دې هم پکې شامل کړي. د هغه په خبره د يو بل ګرم بلل، ګټه نه لري.

ب. ص/ ن. ز (dpa, afp, kna)

زموږ له آرشیف څخه: